ولسمشر اردوغان فرانسې ته سفر کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر په لسمه نیټه د دوه ورځني سفر په ترڅ کې فرانسې ته ځي.
د ویلو ده چې د لومړۍ نړۍوالې جګړې پر مهال د جرمني او ایتلافي دولتونو ترمنځه د جګړې د پایته رسولو په خاطر د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په ۱۱ مه نيټه د اوربند تړون لاسلیک شو. د نوموړي تړون سره لومړۍ نړۍواله جګړه پایته ورسیده.
د ویلو ده چې د نوموړي اوربند د تړون د سلمې کلیزې په خاطر د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ځانګړي مراسم جوړیږي.
پدې مراسمو کې د ترکیې په استازیتوب ولسمشر رجب طیب اردوغان ګډون کوي.
پدې مراسمو کې به د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د نړۍ د ۸۰ هیوادونو مشران ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان به پاریس ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاریس د سولې په غونډه کې هم ګډون وکړي. تمه کیږي چې ولسمشر اردوغان په پاریس کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره هم جلا جلا لیدنې وکړي.
ولسمشر اردوغان سره د نړۍ د یو زیات نورو هیوادونو د مشرانو سره هم دوه په دوه لیدنې وکړي.