د ترکیې او سعودي عربستان مشرانو د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د تري تم شوي سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د پیښې په اړه خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د قاشقچي د پيښې د څیړولو په خاطر د ترکیې او سعودي عربستان د ګډې کاري ډلې د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې د اصلاح غوښتونکو د پلاټ فورم او د الوطن ورځپاڼې قوي ملاتړی او په لویدیځ کې د منځني ختیځ په اړه د خبرونو سره مشهور جمال قاشقچي د اکتوبر په دویمه نیټه د رسمي چارو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه وروسته تري تم شو.
سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د قاشقچي د وژل کیدو په اړه ادعاګانې په کلکه توګه ردوي او وايي چې هغه د رسمي چارو د خلاصولو نه وروسته د قونسلګرۍ نه ووت چې وروسته تري تم شو.
د سعودي عربستان چارواکي وايي چې د قاشقچي د برخلیک په اړه هیڅډول معلومات نلري.
همداشان د سعودي پاچا د ولسمشر اردوغان نه د جمال قاشقچي د عاقبت د معلومولو په خاطر د سعودي عربستان او ترکیې لخوا د ګډې کاري ډلې د ټاکل کیدو له امله مننه وکړه.