ولسمشر اردوغان : د ترکيې قضايي ارګانونه خپلواکه دي.
ولسمشر اردوغان: د ترکيې قضايه قوه لکه څرنګه چې پرون خپلواکه وه نن هم خپلواکه ده
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريکايي راهب د خوشې کيدو په اړه وويل چې د ترکيې قضايي ارګانونه تا خپلواکه وو او دا پريکړه يي هم په خپلواکه ارادې کړې ده.
ولسمشر اردوغان دامريکا د ولسمشر دونالد ټرمپ څرګندونو ته د ټولنيزې مډيا له لارې ځواب ووايه.
ولسمشر اردوغان ټرمپ ته په خطاب کې داسي ويلي دي!
ښاغلی ولسمشره ، لکه څرنګه چې مو تل ويلي دي د ترکيې قضايي ارګانونه تل خپلواکه دي او د راهب برنسون په اړه يي هم بې طرفه او خپلواکه کړې ده. ددې په هيله چې د ترکيې او امريکا متحده ايالتونو ترمنځه اړيکي د دوو مهمو متفقو هيوادونو په څير همکاري دوام وکړي.
د داعش، پ ک ک او فتو په ګډون د ټولو ترهګريزو سازمانونو پر خلاف ګډې مبارزې ته دوام ورکړي.
د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د امريکايي راهب برنسون د خوشې کيدو په اړه د ټولنيزې مډيا له لارې څرګندونې وکړې.
هغه ويلي دي چې يو ځل بيا د راهب برنسون سره ليدل يو فوق العاده احساس دی. د ولسمشر اردوغان نه د مرستو له امله مننه کوم.
د يادولو وړ ده چې امريکايي راهب برنسون چې د پ ک ک او فتو ترهګريزو سازمانونو سره د مرستې او جاسوسۍ په تور نيول شوی وو د بند او په خپل کور کې د نظر بندې نه وروسته پرون د څلورم ځل لپاره محکمې ته خاضر کړې شو چې د محکمې لخوا په ۳ کاله او يو مياشت بند محکوم کړی شو. محکمې په بند او نظر بند لاندې د برنسون د وخت د تيرولو په نظر کې نيولو سره د هغه د خوشې کولو پريکړه وکړه.