ولسمشر اردوغان ایران ته سفر وکړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې اړوند په مهمه درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په خاطر د ایران پلازمینې تهران ته سفر وکړ.
1044897
ولسمشر اردوغان نن د سهار په نهو بجو او لسو دقیقو په خپله ځانګړې الوتکه کې د تهران پر لورې حرکت وکړ.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو د رئیس فخرالدین التون ملګرتیا کوي.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به په تهران کې د سوریې په اړه په جوړیدونکي درې اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان به د روسیې او ایران د ولسمشرانو سره جلا جلا هم لیدنې وکړي.
ولسمشر اردوغان به پدې سرمشریزه کې د سوریې د ادلیب په ښار کې د اسد رژیم او روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي په خاطر د روسیې د ولسمشر سره خبرې وکړي.