د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ایران ته سفر کوي.
ولسمشر اردوغان د روسیې او ایران د ولسمشرانو سره په ایران کې لیدنه کوي
1038338
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان میلادي کال د سپټمبر د میاشتې په ۷ مه نیټه د ایران د ولسمشر حسن روحاني په کوربه توب او د ورسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون په درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د سپټمبر په ۷ مه نيټه ایران ته سفر کوي.
د ویلو ده چې دا سرمشریزه د ایران د تبریز په ښار کې جوړیږي. په سرمشریزه کې به د سوریې د ادلیب ښار په ګډون د ټولې سوریې پر حالاتو خبرې وشي.
د ترکیې روسیې او ایران ولسمشرانو د سوریې په مسلې د خبرو کولو لومړنۍ سرمشریزه د تیر میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د روسیې د سوچي په ښار کې وکړه.
دویمه سرمشریزه بیا د ۲۰۱۸ کال د اپریل دریمه نیټه په ترکیه کې او دریمه يي بیا د سپټمبر په ۷ مه نيټه د ایران د تبریز په خاطر کې جوړیږي.