په ترکیه کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه.
د ترکیې د ایدن ولایت د کوش اده سي په ولسوالۍ کې د کډوالو کښتۍ چې په ناقانونه توګه يي اروپا ته د تلو هڅه کوله په سمندر کې ډوبه شوه.
د ایدن ولایت د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۹ تنه مړه او ۴ تنه نور ژوندي ژغورل شوي دي.
د ایدن ولایت د سواحلو د امنیت پولیسو د پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته سیمې ته د ژغورنې ډلې واستولې. په سیمه کې د ژغورنې عملیات د پنځو تنو لا درکه شوو کډوالو د مړو په موندولو سره پایته ورسیدل.
د ژغورنې ډلو ۴ تنه کډوال ژوندي ژغورلي او د ۹ تنو مړي د اوبو نه راویستي دي.
همداشان د پيښې سیمې ته ګن شمیر روغتیايي پرسونل او امبولانسونه استول شوي دي.
امنیتي ځواکونو د ژغورل شوو کډوالو له قوله ویلي دي چې په ډوبه شوې کښتۍ چې ۱۳ تنو شتون درلود.
د پنځو تنو لا درکه شوو کډوالو مړي وروسته وموندل شول.
د کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي. ویل کیږي د پيښې په قربانیانو کې ماشومان هم شتون لري.
د کوش اده سي د ولسوالۍ ولسوال بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې په پیښه کې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې دوو تنو ښځو او ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.