د ولسمشر مرستیال :لوی دولت د قوي اقتصاد، عسکري او جغرافیوي لویوالي نه عبارت ندی
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د امریکا متحده ایالتونو د ترکیې په دوو وزیرانو د تحریم لګولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
1024489
هغه وویل چې ترکیې ټولې نړۍ ته دا ښودلې ده چې د بیرغ، وطن او ملت سره په کومه اندازه یو لوی دولت دی.
هغه وویل چې لوی دولت د قوي اقتصاد، عسکري او جغرافیوي لویوالي نه عبارت ندی، وروستیو پرمختګونو دا خبره ټولو ته په اثبات ورسوله.
د ولسمشر مرستیال د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « لوی دولت په اصل کې د نړۍوالو حقونو په چوکاټ کې حرکت کولو، ټولو تړونونو او میثاقونو ته ژمن پاتې کیدو، عدالت او حرمت ته صادقه پاتې کیدو ، ملي ګټو ته د وړو وړو منفعت طلبه ډلو په ګټو ترجیح ورکولو او تل د ظالمانو په مقابل کې د مظلوم ترڅنګ دریدو ته وايي.
ترکیه د خپل بیرغ، وطن او ملت سره په نړۍ کې یو ډیر لوی دولت دی. د ښاغلي ولسمشر په مشرۍ او لارښونه د لوی دولت په خاطر کې چې څه لازم وي هغه ترسره کوو.