د تاناپ یا ترانس انادولو تاریخي پروژې رسمآ په فعالیت پیل وکړ.
د ترانس انادولو د ګازو نللیکه رسمآ پرانیستل شوه
د تاناپ یا ترانس انادولو تاریخي پروژې رسمآ په فعالیت پیل وکړ.
د اذربایجان ګاز د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته انتقالوونکې د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې پروژه تیر ماښام د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.
د نوموړې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي، د اوکراین ولسمشر پیترو پورشینکو او د سربستان ولسمشر الکساندر وجیج ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې
« دادی د انرژۍ د وریښمو لار د ترانس انادولو تاریخي پروژه رسمآ پرانیزو.
مونږ انرژۍ ته د نښتو نه بلکې همکاریو ته د زمینې د برابرولو په سترګه ګورو. ددې پروژې سره زمونږ اتحاد او اتفاق لا قوي او ځواکمن شوی دی. تاناپ پروژه زمونږ د ګډې مفکورې ثمره ده. تاناپ پروژه د نوو پروژو زیری ورکوي.»
ولسمشر اردوغان وویل چې د تاناپ د نللیکې نه به په پيل کې په کال کې ۱۶ میلیارده متر مکعب ګاز ترکیې او اروپا ته انتقال شي. د ۱۶ میلیاردو متر معکبو نه به ۶ میلیارده ترکیې ته او لس میلیارده اروپا ته انتقال شي.
ولسمشر اردوغان وویل په پام کې لرو چې د تاناپ د نللیکې ظرفیت لوړ کړو. په لنډه موده کې به ددې نللیکې ظرفیت د ۱۶ میلیاردو نه ۲۲ میلیاردو متر مکعب ته لوړ شي. همداشان د طلب په صورت کې به دا ظرفیت ۳۱ میلیاردو متر مکعبو ته لوړ کړو. خو دا کار د نوو پانګه اچوونو سره د ممکن دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تاناپ پروژې سره ترکیه د ترانزیت هیواد نه په صادرونکي هیواد بدل شو. یعنې ترکیه د تولیدونکي او مصرونکي ترمنځه د پل موقف لري. دې پروژې د ترکیې موقف لا لوړ کړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تاناپ پروژه یواځې په باامنه توګه د سیمې ګاز اروپا ته د انتقال له پلوه نه بلکې پدې مسیر کې د پرتو هیوادونو د رفاح او استخدام له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې د ترکیې نه د اروپا پلولو ته به په ډیر کمتریت فرصت کې د ګازو نللیکه ورسو. د یو کال په دننه کې به دا چارې سرته ورسیږي. د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې به د یونان سرحد ته دا نللیکه وغځیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تاناپ د ګازو د نللکې اوږدوالی ۱۸۵۰ کیلیومتره دی.
دا نللیکه د ترکیې د ارداخان ولایت نه تر ایدرنې پورې د شلو نه تر ۶۷ پورې د ولسوالیو نه تیریږي.
د ترانس انادولو د ګازو نللیکه ۸۰ سلنه په ترکیه کې تولید شوې ده . ددې پروژې سره په ترکیه کې ۱۳ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده .
دا پروژه به د ترکېې سربیره د اروپا اړتیاوې هم پوره کړي.