په سوریې د هوايي بریدونو په اړه د ترکیې غبرګون.
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو ، انګلستان او فرانسې لخوا په سوریه کې د بشار اسد په رژیم د هوايي عملیاتو نه هر کلی وکړ.
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو ، انګلستان او فرانسې لخوا په سوریه کې د بشار اسد په رژیم د هوايي عملیاتو نه هر کلی وکړ.
د ترکېې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د عملیاتو پریکړه یوه ډیره پرځای پریکړه وه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترکیه د اسد د رژیم لخوا د اپریل په ۷ مه نیټه د سوریې د دوما په سیمه کې په ملکي او بې ګناه انسانانو د کیمیايي وسلو د کارولو نه وروسته نن د سهار په وختي ساعتونو کې د امریکا، انګلستان او فرانسې لخوا په ګډه د اسد په رژیم د هوايي عملیاتو د ترسره کولو نه هر کلی کوي او د یو ډیر پر ځای حرکت او غبرګون يي بولي.
په دوما کې د اسد د رژیم لخوا ترسره شوی د کیمیايي وسلو برید چې د ټول بشریت وجدان يي ټپي کړی وو د امریکا او د متحدینو لخوا ترسره شوي هوايي عملیات په اصل کې ډیر پر ځای عملیات وو. ترکیه ترینه ملاتړ کوي.
پر ملکي وګړو کیمیايي او هر ډول د ډله ایزو وژنو وسلو کارول په اصل کې د بشریت پر خلاف ستر جنایت دی.
د سوریې رژیم چې د تیرو ۷ کلونو راهیسې په خپلو هیوادوالو د کیمیايي وسلو په ګډون د هیڅډول وسلو د کارولو نه ډډه نکوي جنګي جنایت ترسره کوي.
ترکیه ددې ډول ظالمانو او جنایت کارانو ته د سزا ورکولو او د ترسره کړو جنایتونو د حساب پوښتلو نه او په راتلوونکې کې د هر ډول جنایت د مخنیوي په خاطر د پورته کیدو ګامونو نه پوره ملاتړ کوي.
د همدې امله ټوله نړۍواله ټولنه ، ملګري ملتونه او د امنیت شورا د کیمیايي وسلو کارونکو ته د سزا ورکولو په خاطر باید د پورته کیدونکو ګامونو نه ملاتړ وکړي او پدې برخه کې ټول ګډ نظر ښکاره کړي.