د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

950748
د ورځې اجندا

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د سوریې د پلازمینې دمشق  په مربوطاتو کې  د ختیځې غوطه اړوند  د دوما  په سیمه کې  یو ځل بیا  د کیمیايي  وسلو برید وشو. له بده مرغه چې  پدې برید کې یو ځل بیا  ډیری ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنو ژوند  د لاسه ورکړ. د لومړنیو تحقیقاتو  په ترڅ کې  ویل شوي دي چې  پدې برید کې  د زهرجنو کیمیايي ګازو نه کار اخیستل شوی دی.

د ختیځې غوطه  سیمه  په سوریه کې  د کورنۍ جګړې د پیل د ورځې راهیسې  د مخالفینو تر  کنټرول لاندې وه  چې  د اسد رژیم  پدې وروستیو کې خپل ټول پام  دې سیمې ته رااړولی وو.

د اسد ځواکونو د میاشتو میاشتو راهیسې  پدې سیمه  به  په دومداره توګه  بمونه ورول. د اسد ځواکونو  پدې سیمه کې  یو روغتون، جومات، ښوونځی  او ددې په څیر  یو  عام المنفعه  ځای  روغ  پرینښود. سیمه يي  په بل مخ  واړوله.

د ترکیې  د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  وقف  څیړونکي  لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه  ارزونې کړي  چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

وقفه.....

ختیځې غوطه  سیمه  چې د پلازمینې دمشق په مربوطاتو کې  پرته   د جغرافیوي  او ستراتیژیک  موقعیت    له پلوه  د اسد رژیم  لپاره  ډیر زیات ځانګړی اهمیت  لري. ددې سیمې  نیول  او دا سیمه  د مخالفو ډلو نه  تصفیه کول  د اسد د رژیم  لپاره  مهمه  لاسته راوړنه  بلل کیږي. د ویلو ده چې  د ختیځې  غوطه  سیمه  د تیرو ۷ کلونو راهیسې  د اسد د رژیم  تر محاصرې لاندې وه  . دا سیمه  د ترکیې ، روسیې او ایران  ترمنځه د شوي مطابقت  په پایله کې د رامنځته شوي  استانه بهیر  په چوکاټ کې  د شوي تفاهم  له مخې  د اوربند  او یا امن سیمو  په منځ کې داخل کړې شوې وه.

خو له بده مرغه چې  د اسد رژیم  او د ددوې ملاتړو  روسیې او ایران  د ترهګرو په بهانه  په سیمه  بمباریو  او د راکټونو او توغندیو ورولو ته  دوام  ورکړ.

د اسد رژیم، روسيې او ایران د سختو فشارونو او درندو بمباریو په پایله کې د ختیځې غوطه  د سیمې خلکو  د ترکیې په منځګړتوب  د سیمې نه وتو او د سوریې په شمال کې  د ترکیې تر کنټرول لاندې سیمو ته  په کډه کولو  تفاهم وکړ. د سیمې په تخلیې پیل وشو.

د ختیځې غوطه  په سیمه کې یواځې د دوما  سیمه  چې  د جیش الاسلام په نامه  د مخالفې ډلې تر کنټرول لاندې وه  پاتې وه. د جیش الاسلام  مخالفې ډلې  د روسیې په منځګړتوب  د اسد د رژیم سره  په سیمه کې په پاتې کیدو  او د پولیسو د ځواک په توګه د امنیت د ټینګولو  په خاطر   په تفاهم  ورسیدل.

د اسد رژیم  لنډه موده وروسته  دا تړون مات کړ  او په خپلې  ژمنې وفا ونکړه. ددې په مقابل کې  د جیش الاسلام  ډلې  د دوما  د سیمې نه وتل  او اسد رژیم ته سپارل  رد کړل.

د اسد رژیم  د جیش الاسلام د ډلې لخوا د سیمې نه د وتو د ردولو نه وروسته  په سیمه د کیمیايي وسلې برید وکړ.

پدې برید کې  په لسګونو تنه  ملکي او بې ګناه انسانانو  ژوند د لاسه ورکړ. د جیش الاسلام  ډله هم  ددې برید په مقابل کې  د سیمې نه وتو ته اړ شوه.

اسد پدې ډول  د پلازمینې دمشق  د سترګو پر وړاندې  پروت  ستر اغزې  لرې کړ  او سیمه  د خپل کنټرول لاندې راوسته.

د ویلو ده که  چیرې  د جیش الاسلام  ډلې د سیمې نه وتل  قبول کړي نوی  د اسد رژیم  مجبور وو  چې  ددې سیمې  د نیولو په خاطر يي  ډیر ستر پوځي عملیات  پیل کړي وای. البته چې ددې ستر پوځي عملیاتو  مصارفات  هم  ډیر ستر وي. د بله پلوه  د اسد د رژیم  لپاره د دوما د سیمې نیول  اسانه خبره نوه. ځکه چې د جیش الاسلام  ډلې  د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې  د دوما په سیمه کې  د دفاعي کمربندونو په جوړولو  مصروفه وه. په سیمه کې  د اسد  د هر ډول  مداخلې او پوځي عملیاتو ته د ځواب ورکولو په خاطر  ډیرې زیاتې وسلې او مهمات  ډیپو کړي وو . سیمه کې ډیرې زیاتې درندې وسلې ځای په ځای کړې وې.

د ویلو ده چې  د سوري مخالفو ډلو په منځ  کې جیش الاسلام  ډله  ځانګړی  شهرت او نوم لري.ځکه چې دا ډله  ډیری  د اسد د رژیم د پخواني  پوځیانو نه جوړه شوې ده.

د اسد رژیم  ددې نه مخکې  درعا  د ښار  د نیولو په خاطر  په میاشتو میاشتو  پوځي عملیات  ترسره کړي وو  خو  کومه نتیجه يي نوه ترلاسه کړې. د اسد رژیم  د درعا د ښار  د عملیاتو  مالي مصارفات  ملا ماتوونکي ول. د همدې امله  د اسد رژیم  ددې لویو مالي مصارفاتو نه د ځان د ژغورلو  په خاطر  لنډه  لاره  غوره کړه. د اسد رژیم  د دوما  په سیمه  د کیمیايي  وسلې د برید سره  په لسګونو تنه  ووژل  او تر زرو تنو ډیر ملکي وګړي اغیزمن کړل.

سره ددې چې د اسد رژیم  د کیمیايي وسلو د وروستي برید سره  ټول انساني او اخلاقي ارزښتونو د خپو لاندې کړل  او په نړۍ کې سخت  غبرګونونه وپارول  خو  په خپل  اند يي  ستر بری ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې د اسد رژیم  د مخالفینو پر خلاف د کیمیايي وسلې نه کار اخلي. د اسد رژیم  تر اوسه پورې  ۲۱۵ ځله  کیمیايي وسلو نه کار اخیستی دی. ۲۱۵ کیمیايي وسلو بریدونه يي کړي دي. خو په هر ځل یو یا څو هیوادونو دا بریدونه غندلی دي  خو نړۍوالې ټولنې  لکه  څرنګه چې باید وای  په هغه شان   هیڅډول غوڅ  دریځ ندی ښودلی  .

د اسد رژیم   د نړۍوالې ټولنې  د دې بې تفاوتۍ نه په استفادې سره   په وار وار سره  کیمیايي وسلو نه کار اخیستی دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  روسیه  هم  د ډیپلوماتیکو ساحو کې او هم  د جګړې په ډګر کې د روسيې قوي ملاتړ  تر شا لري. روسیه  د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د سوریې په اړه هر ډول  پریکړه  ویتو کوي. همداشان د جګړې په ډګر کې هم  ورسره  د هیڅډول  مرستو نه  دریغ  نکوي.

د اسد رژیم  هم  د روسیې  فرصت نه په استفادې سره  په مکرر ډول سره  کیمیايي وسلو ته  مراجعه کوي.

سره ددې چې  اسد رژیم  به  د دوما  او د ختیځې غوطه  د سیمې  نیولو ته  د یو ستر بري  په سترګه ګوري  خو  دا  د انسانیت په تاریخ کې  د هغوی  په تندي  لګیدلې  ستره  توره  لکه  ده.


پيوندونه: #د ورځې اجندا

اړوند خبرونه