د تركيې – اروپايي ټولنې سرمشريزه پاى ته ورسېدله.
د تركيې – اروپايي ټولنې سرمشريزه چې نن د بلغاريا د ورنا په ښار كې جوړه شوې وه، پاى ته ورسېدله.
د تركيې – اروپايي ټولنې سرمشريزه پاى ته ورسېدله.
د تركيې – اروپايي ټولنې سرمشريزه چې نن د بلغاريا د ورنا په ښار كې جوړه شوې وه، پاى ته ورسېدله.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاى په غونډه كې وويل چې هيله لري د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د اړيكو حساس پړاو نور پاى ته رسېدلى وي.
اردوغان دا هم زياته كړه چې د اړتيا په صورت كې به د ترهګرۍ سره مبارزه جاري وساتل شي.
پدې سرمشريزه كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سربېره د بلغاريا ولسمشر بويكو بوريسوف، د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډانلډ توسك او د اروپايي ټولنې د كمېسيون مشر جان كلاود جانكر هم ګډون كړى وو.
جانكر څرګنده كړه چې د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د خبرو اترو د دوام ضمانت كوي.
ولسمشر اردوغان زياته كړه چې اروپايي ټولنه چې د يو نړيوال زبرځواك په توګه كوښښ كوي چې په نړۍ كې لوى رول ولوبوي، د تركيې د دوى نه پاملرنه به لويه ستراتيژيكه خطا وي.
د اردوغان په وينا د اروپايي ټولنې سره يې د خبرو اترو په ترڅ كې د ګډې همكارۍ پر دوام باندې دواړو خواو ټينګار وكړ.
ولسمشر اردوغان په تركيه كې د مېشتو سوري كډوالو د ستونزو په اړه وويل چې اروپايي ټولنې د تركيې سره د ۳ ميلياردو يورو د وركړې وعده كړې وه چې تر اوسه پور يې د ۱ ميليارد او ۸۰۰ ميليونو يورو په اندازه پېسې تركيې ته وركړې دي. د بشري كړكېچونو پر مهال بېروكراتيك خنډونه په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي.
ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ سره د مبارزې په چوكاټ كې د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې `` د ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې د اروپا د امنيت لپاره به د اړتيا په صورت كې زموږ عمليات دوام ومومي.
اردوغان همداراز د اروپايي ټولنې لخوا د قبرس د ستونزې د آواري په موخه د عادلانه دريځ غوښتنه وكړه او زياته يې كړه چې تر څو پورې چې پدې دريځ كې بدلون نه وي راغلى نو دا ستونزه به اواره نشي.
د اردوغان په وينا په ټاپو كې د طبعي زېرمو د استخراج په موخه د د پرېكړې په ميكانيزم كې دې قبرسي تركان هم شامل شي. اروپايي ټولنو باندې غږ كوو چې د قبرس په برخه كې عادل دريځ غوره كړي.