د زیتون د څانګې عملیات د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې روان دي.
د ترکیې د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال خلوصي اکار څرګنده کړه چې د زیتون د څانګې عملیات د ملګرو ملتونو د تړون او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې روان دي.
د ترکیې د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال خلوصي اکار څرګنده کړه چې د زیتون د څانګې عملیات د ملګرو ملتونو د تړون او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې روان دي.
اکار چې ددې عملیاتو له بهیره یې له نږدې کتنه کوله څرګنده کړه چې دا عملیات په سیمه کې د پې کا کا، کا جې کا، پی وای ډي او وای پي جي د ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو به موخه پیل شوي دي چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د ترکیې د مشروع مدافعې د حق په چوکاټ کې ترسره کیږي.
پدې اړه په خبره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې« د وسله وال پوځ لخوا پیل شوي عملیات د ملګرو ملتونو د تړون د ۵۱مې مادې پر اساس چې هېوادونو ته د مشروع مدافعې حق ورکوی، ترسره کیږي. ددې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د ترسره شوو پرېکړو په چوکاټ کې روان دي. د عملیاتو پرمهال د ملکی وګړو د ځاني او مالي امنیت د ساتنې په موخه پوره پاملرنه ښودل کيږي.»
د اکار په وینا «دا عملیات د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د پوره درناوي پر اساس پیل شوي چې اصلي موخه يې د ترهګرو د منګولو نه د سیمې د دوستو او ورونو پرګنو ژغورل دي.»