اردوغان : د ترکیې پر خلاف د نړۍ او سیمې په کچه دسیسي جوړیږي

ولسمشر اردوغان : د الله په مرسته د دښمنانو ټولې دسیسي شنډیږي

836876
اردوغان : د ترکیې پر خلاف د نړۍ او سیمې په کچه دسیسي جوړیږي

د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې پر خلاف د نړۍ او سیمې په کچه  ډیرې زیاتې  دسیسي  او سناریوګانې  جوړې شوي او دوام لري خو د الله په مرسته  دا ټولې دسیسې  شنډې شوي دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې جمهوریت د ۹۴ یمې کلیزې په ویاړ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په جوړې کړې میلمستیا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې میلمستیا کې چې د هیواد د هرې برخې  او مسلک نه  خلک رابلل شوي وو  میلمنو ته  « د ملت کور ته ښه راغلاست »په ویلو سره  ښه راغلاست ووایه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۱۹۲۳ کال کې د ترکېې جمهوریت  اعلانیدل په  ترکیې کې  زرګونو کلونو  راهیسې روان د دولت د عنعنې وروستی نیالګی دی.

هغه وویل سره ددې چې د ترکیې جمهوریت د اعلانیدو نه  ۹۴ کاله کیږي  د ترکیې جمهوریت لویدیو، انکشاف او پرمختګ ته دوام  ورکوي. ترکیه نن ورځ  د نړۍ په ډیره  لویه جغرافیه کې د هیلو، امیدونو ، سولې ، ثبات او امنیت  په نوم  یادیږي.

هغه وویل  پوره باور لري چې په راتلوونکې نیمه  پایله کې به  ترکیه  په نړۍ کې لا مهم  موقف  ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ د نړۍ ځینې برخې  په هره برخه کې  د ترکیې  د چټک پرمختګ  او پراختیا نه  ډیرې زیاتې ناراحته دي. د همدې امله  د خپل وس او توانه پورې زمونږ  په مخکې  د خنډونو جوړولو هڅه کوي. په دومداره توګه په ترکیې بریدونه کوي چې د الله په مرسته  د خپلو ټولو  دې شومو هلو ځلو سره سره  خپلو موخو ته  ندي رسیدلي. ددوې ټولې دسیسې  شنډې شوي دي.

نن ورځ  د نړۍ او سیمې په کچه د ترکیې پر خلاف دسیسې  روانې دي چې د الله په مرسته ټولې شنډې شوي او شنډیږي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د ترکیې  پر خلاف دسیسې جوړونکې یوه خبره هیروي چې ترکیه  د دولت او دولتدارۍ په برخه کې  د زرګونو کلونو تجربه لري.

هغه  دسیسه جوړونکي چې ګمان کوي ترکیه  یواځې  دا ۸۰ میلیونه تنه  دي  خو دا هیروي چې نن ورځ په نړۍ کې په لسګونو میلیونه تنه انسانان  زمونږ لپاره  دعا کوي. په سلګونو میلیونو تنه  زمونږ نه ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ نیمايی کې ۵ عشاریه یو سلنه اقتصادي وده کړې ده  او انشاالله چې د کال تر پایه به دا رقم  د ۷ سلنې نه لوړ شي.



اړوند خبرونه