آيا د لوېديځ مدنيت پاى راغلى دى؟

د لوېديځ مدنيت روشنفكر د ۱۹۸۰يمو كلونو راهيسې د پانګې د پراختيا او د توليد د نوي طرز د پيل سره سم د فكري توليد له حكمتونو لرې پاتې شوى دى.

837325
آيا د لوېديځ مدنيت پاى راغلى دى؟

 

تېره اونۍ په تركيه كې يوه مهمه غونډه ترسره شوه. دا غونډه چې د نړۍ د مدنيتونو د شورا په نامه يادېدله، پكې ولسمشر رجب طيب اردوغان مهمه او تاريخي وينا واورله. پدې وينا باندې د لوېديځ مدنيت د استازو لخوا سترګې پټې شوې خو تاريخ به دا وينا هېڅكله هېره نكړي.

اردوغان پدې غونډه كې د وينا پر مهال داسې وويل:

``موږ د مدنيت په مجادلې بوخت يو. موږ د مدنيت د انشا پر ځاى د خپل مدنيت د احيا لپاره هلې ځلې كوو. كه چېرې د پوهنې او تخنيك ترڅنګ عقيده او ټولنيز پيوستون له لاسه وركړو. كه چېرې د مدنيت د اصطلاح اساس پر عقيدې باندې بنا شوى وي نو موږ هم بايد په همدې اساس خپل سياست جوړ كړو. زموږ د مدنيت په فلسفه كې انسان اشرف المخلوقات دى``

نن ورځ د لوېديځې نړۍ لخوا د بشري حقونو پر نامه لاندې اعلاميه چې د ۱۹۵۰مو كلونو راهيسې تر ننه پورې تر موږ را رسېدلې ده، خپل اصلي اهميت له لاسه وركړى دى. ځكه چې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه د لوېدېځ په لاس كې د يوې وسيلې په توګه كارول كيږي.  د ولسمشر اردوغان د وينا له مخې كه چېرې د لوېديځ ملي ګټې په نظر كې ونيول شي نو د بشري حقونو نړيواله اعلاميه، قانون او ديموكراسي د دوى لپاره هېڅ معنى نه لري.

د بېلګې په ډول لوېدديځې نړۍ د عراق په شمال كې د خپلواكۍ په غير قانوني او غير مشروع ټولپوښتنې باندې سترګې پټې كړې خو په اسپانيا كې د كتلونيا په سيمه كې د خپلواكۍ ټولپوښتنه يې په ښكاره توګه په رسميت ونه پېژندله. پدې سيمه كې د پوليسو لخوا زور زياتى او د ټولپوښتنې پر صندوقونو باندې بريدونه د لوېديځ لخوا ونه ليدل شول.

لوېديځ همدا راز د اسپانيا د سترې مخكې لخوا د كتلونيا د سيمې په اړه د غير قانوني پرېكړې پر وړاندې هم چوپه خوله پاتې شو. پدې ډول د كتلونيا د خلكو سياسي حقونه پر پښو لاندې شول. دا پېښه په لوېديځ كې پېښه شوې ده او د همدې مدنيت د ګټو لپاره خدمت كوي. د همدې امله پرې د ديموكراسۍ او بشري حقونو مدافعان چوپه خوله دي.

د اسپانيا حكومت په يو بل ګام كې د كتلونيا د خودمختارې سيمې خودمختاري لغوه كړه او د راتلونكو شپږو مياشتو په ترڅ كې د ټاكنو د ترسره كېدلو پرېكړه يې وكړه. پدې هم لوېدېځې نړۍ سترګې پټې كړې. ځكه دا د همدې نړۍ د ملي ګټو سره اړخ لګوي.

اوس پوښتنه دلته ده چې د لوېديځې نړۍ پر روشنفكرانو چې د تاريخ په اوږدو كې يې د پادشاهانو،  ملكو، فيوډالانو او نورو پر وړاندې غږ پورته كړى دى، اوس ولې چوپه خوله دي؟

كه چېرې د نړۍ په ختيځ يا لوېديځ كې روشنفكران د غير عادلانه چلند پر وړاندې چوپه خوله پاتې كيږي او خپل غږ نه پورته كوي، دا د نړۍ نظام ته زيان رسوي.  مثلاً د لوېديځې نړۍ د استازو هيوادونو د ۲۰۰۱م كال راهيسې په منځني ختيځ او نورو سيمو كې تر ۴ ميليونو زيات انسانان ووژل. د وژل شوو كسانو ترمېنځ ۸۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي. كه چېرې د لوېديځ روشنفكرانو ددې جګړې پر وړاندې اعتراض كړى واى نو دولتونو به يې په دومره بې پروايۍ بانې ولې خلك وژل.

هغه روشنفكران چې د موسوليني، سټالين او چرچيل په څېر ظالمونو پر وړاندې خپل غږونه پورته كول اوس چېرې دي؟ په لوېديځ كې څو كسان په فلسفي كارونو باندې اخته دي. هغه مجلې چې فلسفي مقاملې خپروي، لوستونكي يې تر ۳۰۰ تنو زيات نه دي. په اصل كې دا حالت د انسانيت پاى ته نږدى شوى دى.

د لوېديځ مدنيت روشنفكر د ۱۹۸۰يمو كلونو راهيسې د پانګې د پراختيا او د توليد د نوي طرز د پيل سره سم د فكري توليد له حكمتونو لرې پاتې شوى دى. بشريت د ۱۹۶۰مو كلونو راهيسې د مصرفي ټولنې په توګه ظهور وكړ او د مصرف د ډېرېدلو سره د يو شمېر ځانګړو كړيو په خدمت كې انسانيت پر پښو لاندې شو.

لوېديځ په داسې يوې ټولنې بدل شوى دى چې د حاكم نظام پر وړاندې يې د هېڅ ډول اعتراض پرته خپل اورمېږ كوږ كړى دى. نن ورځ د لوېديځ د حاكم ذهنيت د پرېكړو په پايله كې په منځني ختيځ، شمالي افريقا او د نړۍ په نورو سيمو كې زرګونو انسانان وژل كيږي خو دا ټولنه په سينما كې څو بعدي فلمونه ګوري. دا بې تفاوتي ددې سبب شوې ده چې نن ورځ د لوېدېځ ټولې پلازمېنې د نړۍ د نورو خطرناكو سيمو په څېر د هېوادوالو لپاره خطرناكې شوي دي.

په تركيه كې د فكري توليد له پلوه د روشنفكرانو د شتوالي سربېره داسې ولسمشر هم شته دى چې د مدنيت د راتلونكې په اړه فكر كوي. د تركيې د جمهوريت ولسمشر ښاغلى اردوغان په ټولو ملي او نړيوالو غونډو كې د مدنيت پر اهميت ټينګار كوي. پدې وروستيو كې د مدنيت د نړيوالې شورا په غونډه كې يې هم پدې برخه كې ځانګړې تاريخي وينا واوروله.

د تركيې د اغېزمنې مجادلې په پايله كې د داعش ترهګره ډله نوره له سيمې د وركېدلو په حال كې ده. ددې خونړۍ ترهګرې ډلې مالي ملاتړي هم اوس پدې پوه شوي دي چې نور په سيمه كې د فعاليت چانس نه لري. د داعش د ترهګرې ډلې په چوكاټ كې د لوېديځ نه راغلي زرګونه جنګيالي فعاليت كوي. ددې ډلې د لمنځه تللو په صورت كې به دا كسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي. دا به د لوېديځ مدنيت لپاره لوى خنډونه رامنځته كړي.  د دوى په مقابل كې په لوېديځ كې د توكمپالنې او نازيزيم د سياست د پلويانو په ډېرېدلو سره به نور خنډونه هم رامنځته شي. دا تاوتريخوالى به د لوېديځ ټولو برخو ته سرايت وكړي.



اړوند خبرونه