د ترکیې د وان په ولایت کې ۵۴ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
په ترکیه کې په لسګونو تنه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکېې ته راننوتي وو ونیول شول
د ترکیې د وان په ولایت کې ۵۴ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
د وان ولایت د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې یاد شوي ناقانونه کډوال په یو ۱۴ کسیز میني بس موټر کې نیول شوي دي.
د وان ولایت د جاندارما ځواکونو د لویې لارې د کنټرول پر مهال یو شکمن میني بس موټر ودرولو. جاندارما ځواکونو د ۱۴ کسیز میني بس موټر نه ۵۴ تنه ناقانونه کډوال راښکته کړل.
امنیتي ځواکونو د موټر چلوونکی ونیولو. د موټر چلوونکي په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې یاد شوي کسان ناقانونه ګډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي ول لویو ښارونو ته انتقالول.
د موټر چلوونکی په امنیتي ارګانونو کې د تحقیقاتو نه وروسته محکمې ته واستول شو.
نوکریوالې محکمې د نوموړي د زنداني کولو حکم وکړ.
همداشان نیول شوي ناقانونه کډوال د وان ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول. نیول شوي ناقانونه کډوال به د تحقیقاتو او قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.
همداشان د وان ولایت د جاندارما ټرافیکو نوموړي موټرته د لویو لارو ۲۹۱۸ شمیرې ټرافیک قانون نه د سرغړونې له امله ۱۱ زره ۲۵۸ ترکي لیرې نقدي جزا ورکړه.
د نیول شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.