امينه اردوغان بنګله دېش ته رسېدلې ده.
د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه بنګله دېش ته رسېدلې ده.
د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن امينه اردوغان د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستې په موخه بنګله دېش ته رسېدلې ده.
ټاكل شوې ده چې مېرمن اردوغان به د بنګله دېش د كاكس بازار په سيمه كې د روهينګيا د مسلمانانو كډوالو له كمپه ليدنه وكړي.
امينه اردوغان به په سيمه كې د روهينګيا د مسلمانانو پر وړاندې روان ظلم ته د نړيوالې ټولنې پاملرنه جلب كړي. په همدې ډول اردوغان هلته مېشتو كډوالو ته ډاډ وركړي چې تركيه د دوى سره د هر ډول مرستې لپاره تياره ده.
د مېرمن اردوغان سره پدې سفر كې د نوموړې زوى بلال اردوغان، د كورنۍ او ټولنيزو سياستونو وزيره فاطمه بيتول سايان كايا او د عدالت او پراختيا د ګوند بشري حقونو په چارو كې مرستيال روضه كواكچي هم ګډون كوي.
سربېره پر دې د روهينګيا د مسلمانانو سره د مرستو د تنظيم په موخه د تركيې د همكارۍ او همغږۍ د ادارې مشر سردار چام او د يو لړ مرستندويه مدني ټولنو غړي هم پدې سفر كې ګډون كوي.
امينه اردوغان به د روهينګيا د مسلمانانو سره د مخامخ خبرو په ترڅ كې د روان ناورين په اړه معلومات ترلاسه كړي او د تركيې د مرستو د تنظيم او همغږۍ په برخه كې عملي ګامونه پورته كړي.