د چین او هندوستان د ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا نښته وشوه.
د چین او هند ترمنځه په پوله کې شخړه
د چین او هندوستان د ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا نښته وشوه.
د چین او هندوستان ترمنځه په پوله کې د پنګانګ د نهر ترڅیرمه د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا نښته وشوه.
د انډیا ټودې ورځپاڼې د خبر له مخې د هند او چین سرحدي ځواکونو د جمو کشمیر د لاکه په سیمه کې نښته وکړه. ویل کیږي نښتې ۳۰ دقیقې دوام وکړ.
د نښتې نه وروسته د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه خپلو خپلو موضعګانو ته ستانه شول.
د یادولو وړ ده چې هند او چین د تیرو دوو میاشتو راهیسې په پوله کې د دوکلم د سیمې پر سر جنجال لري.
چین غواړي چې په سیمه کې یو سړک جوړ کړي. چین او بوتان دواړه په سیمه کې د پوره حق درلودو ادعا کوي. خو هند بیا چین ته پدې سیمه کې د سړک جوړولو اجازه نه ورکوي.
هند خپل یو زیات شمیر ځواکونه په یاده شوې سیمه کې ځای په ځای کړي دي.
هند د چین نه په سیمه کې د سړک جوړولو د پرژوې نه د لاس په سر کیدو غوښتنه کړې ده . همداشان چین بیا د هند نه په سیمه کې د ځای په ځای کړو ځواکونو د ویستو غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې د چین او هند سرحدي ځواکونو مشرانو تیره اوونۍ د سرحدي ځواکونو په اړه د خبرو کولو په خاطر غونډه وکړه. غونډې پرته د کومې پایلې سرته ورسیده.
په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
د بله پلوه د دواړو خواوو سرچینو ویلي دي چې دواړو خواوو په پوله کې په تیاریو پيل کړی دی.