د ترکیې او قطر مشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د قطر امیر ال ثاني پدې ټیلیفوني خبرو کې د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځ خوښۍ ګانو نه په یادونې سره وویل چې یو کال مخکې په همدې ورځ ترک ملت د کودتا په مخنیوي کې ډیره زیاته قهرماني او میړانتیا وښوده . هغه د ترک ملت قهرماني یو ځل بیا وستایله. همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې.
د قطر امیر تیره ورځ په استانبول کې د ډیر زورور باران له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې د اوښتو زیانونو له امله خواشیني څرګنده کړه.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر اردوغان پداسې حال کې د قطر د امیر سره خبرې وکړې چې د قطر د ستونزې د حل په خاطر د خلیج د هیوادونو په سفر پیل کوي.