د اپریل په ۱۶ مه نيټه د ترسره شوې ټولپوښتنې رسمي پایلې اعلان کړې.

د ترکیې  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  د اپریل په ۱۶ مه نيټه د ترسره شوې ټولپوښتنې رسمي پایلې اعلان کړې.

721940
د اپریل په ۱۶ مه نيټه د ترسره شوې ټولپوښتنې رسمي پایلې اعلان کړې.

د ترکیې  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون  د اپریل په ۱۶ مه نيټه د ترسره شوې ټولپوښتنې رسمي پایلې اعلان کړې.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې  د اپریل په ۱۶ مه نيټه  په ټولپوښتنه کې  ۲۵ میلیونه ۱۵۷ زره  او ۴۶۳ تنو  د ( هو ) یا موافقه رای  او ۲۳ میلیونه ۷۷۹ زره او ۱۴۱ تنو  د ( نه ) یا مخالفه رای کارولې ده.

د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس  سعدي ګوون تیره ورځ  د یوې خبري غونډې په ترڅ کې  د ټولټاکنو رسمي پایلې اعلان کړې.

هغه  وویل چې  په ټولپوښتنه کې د ګډون کچه  ۸۷ عشاریه ۴۵ وه.

هغه وویل چې  د هیواد دننه  او بهر جمعآ  ۵۸ میلیونه ۲۹۱ زره  او ۸۹۸ تنه  واجد د شرایطو رای اچوونکي  ثبت او راجستر شوي دي چې ددوې له جمع  نه  ۴۹ میلیونه۷۸۹ زره او ۸۵۵ تنو  په ټولپوښتنه کې ګډون کړی او خپله رای کارولې ده.

هغه ویلي دي چې په ټولپوښتنه کې  ۵۱ عشاریه ۴۱ سلنه هیوادوالو موافقه  او ۴۸ عشاریه ۵۹ سلنه هیوادوالو منفي  رای کارولې ده .

د هغه په وینا د هیواد دننه  په ترسره شوو ټاکنو  کې د ګډون کچه  ۸۷ عشاریه ۴۵ سلنه  او بهر بیا  ۴۴ عشاریه ۶۰ سلنه  ده.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  ریس ویلي دي چې  د هیواد دننه او بهر میشت ټول هغه هیوادوال  چې پدې ټاکنو کې  رای کارولې ده  کولی شي  چې  د هغه صندوقونو  چې دوی پکې رای کارولې ده  د نتیجې  لست  د ناظرینو د لاسلیک سره   د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  د انټرنټ پانې له لارې  وګوري.

هغه زیاته کړه چې  دې پایلو ته په کتو سره  د اپریل په ۱۶ مه نیټه  د ترکیې جمهوریت اساسي قانون د ۱۸ مادو  د تعدیل په موخه  ترسره شوې ټولپوښتنه کې  د اساسي قانون تعدیل  د هیوادوالو لخوا منل شوی دی.



اړوند خبرونه