اردوغان : د اروپا شورا د پارلماني اسمبلې  پریکړه په رسمیت نه پیژنو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې په اړه  د اروپا شورا د پارلماني اسمبلې  د تیرې ورځې پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

720428
اردوغان : د اروپا شورا د پارلماني اسمبلې  پریکړه په رسمیت نه پیژنو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې په اړه  د اروپا شورا د پارلماني اسمبلې  د تیرې ورځې پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې « د ترکیې یو ځل بیا د سیاسي  نظارت لاندې د نیولو  اړوند  د اروپا د شورا د پارلماني اسمبلې پریکړه  په کامله توګه یوه سیاسي پریکړه ده  او مونږ يي په رسمیت نه پیژنو. »

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل « دا پریکړه په کامله توګه  سیاسي  پریکړه ده. مونږ  دا ډول  کومه پریکړه په رسمیت نه پیژنو. د خپل وس او توانه پورې دې  دا ډول پریکړې وکړي، نه غواړو  چې  د هغوې  دا پریکړه  ډیره لویه کړو، اوس پریکړه شوې ده  او خبره  خلاصه ده. دم ګړۍ  لس هیوادونه د سیاسي  نظارت لاندې قرار لري. »

ولسمشر اردوغان په خپله مرکه کې  دا ځل  اروپايي ټولنې سره  د پوره غړیتوب په خاطر د مذاکراتو د دوام  او یا پرې کولو په اړه  د ټولپوښتنې سیګنال ورکړ.

هغه وویل چې  اروپايي ټولنې  ۵۴ کاله کیږي چې  د ترکیې په مقابل کې  د کړو ژمنو نه یوه هم  ندې پر ځای کړې، درست او صمیمي چلند نکوي. ولسمشر اردوغان وویل چې اروپا  ته  په کړو ژمنو  د دریدو  بلنه ورکوم.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د اروپا د شورا د پارلماني اسمبلې  د پریکړې نه وروسته  وار د اروپا دی چې  د ترکېې په اړه به څه ډول پریکړه کوي. هغه زیاته کړه چې  د روانې میاشتې په پای کې  د اروپا د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کیږي. وبه ګورو چې  اروپايي ټولنه د ترکیې په اړه څه ډول پریکړه کوي.

بعضې ګونګوسې  شتون لري چې وايي  د ترکیې سره به  د غړیتوب مذاکرات  ودرو. که  چیرې  ددوې اصلي هدف  داوې  مونږ  هم  په حالاتو  بیا کتنه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل « که چیرې اروپايي ټولنه  د ترکیې غړیتوب  ۳ یا پنځه کاله نور هم  ځنډول غواړي، مونږ ته  یوه لار پاتې کیږي، د خپل ملت نه  پوښتنه کول یا ټولپوښتنه. انګلستان د ټولنې نه د جلا کیدو  پریکړه وکړه. کیدای شي چې ترکیه هم  ورته  پریکړه وکړي. دم ګړۍ  مونږ  یواځې  ترکیه  تعقیبوو  او  انتظار  باسو. هره شیبه  د هر شي  احتمال  شتون لري. »

ولسمشر اردوغان  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا  غواړۍ چې یو ځل بیا  د عدالت او پراختیا ګوند غړیتوب واخلۍ؟ داسې وویل ، هو  ولې نه، د ترکیې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ټولپوښتنې د رسمي پایلو د اعلانولو نه سمدلاسه وروسته به  د ګوند د غړیتوب  د ترلاسه کولو په خاطر وړاندیز وکړم. د عدالت او پراختیا ګوند د بڼسټ ایښودونکي  په توګه  غواړم چې هر څه ژر  ددې ګوند غړیتوب  ترلاسه کړم . ولسمشر اردوغان  د یاد شوي ګوند  مشرۍ به  په غاړه واخلۍ  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، پدې اړه  اوس څه ویل  د وخت نه  مخکې خبره ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې هو  د ګوند د مشرۍ  د مسئولیت  د په غاړه اخیستو په خاطر  د وړاندیز په صورت کې به پرې  غور وکړم. خو  د ګوند د غړیتوب د ترلاسه کولو نه وروسته به پدې اړه  پریکړه وکړو.

ولسمشر اردوغان  د کابینه کې د تغیراتو راوستو اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دم ګړۍ د حکومت  مشر  ښاغلی لومړی وزیر ییلدرم  دی. دا  مسله هم  د هغه خوښه او نوښت  دی. که چیرې وغواړي  پدې اړه مونږ ته  وړاندیز  وړاندې کوي او مونږ يي هم  تاییدو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دم ګړۍ  د نوې کابینې په اړه  د لومړي وزیر سره  هیڅډول خبرې  یا یاده نده کړې. همداشان  د وخت نه مخکې ټاکنې هم  د بحث وړ ندي.

ولسمشر اردوغان  د ترکیې د هوايي ځواکونو لخوا د عراق د سینجار  او سوریې  د قره چوک  په سیمه کې د هوايي عملیاتو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې  دا  عملیات  په سیمه کې د پيشمرګه  ځواکونو پر خلاف  ندي. ددې عملیاتو یواځنۍ موخه  د پې کاکا ترهګر سازمان دی. د عملیاتو په اړه د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې مشر بارزاني  ته  خبر ورکړ شوی وو.

ددې عملیاتو په اړه امریکا او روسیې ته هم  خبر ورکړ شوی وو. پدې اړه  خبرې هم  شوي دي. ترکیې  ټولو خواوو ته  په ښکاره ویلي وو چې پدې سیمو کې د موجودو تهدیدونو د لمنځه وړو په خاطر  عملیات ترسره کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې عملیات به دوام وکړي او تر وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به  مبارزې ته دوام وکړو.

هغه وویل چې  هیڅکله به اجازه ورنکړو چې  د عراق د سینجار سیمه  په قندیل ثاني  یا د پې کاکا ترهګرې ډلې  په دویم  ستر مرکز  او پټنځایونو  بدله شي.



اړوند خبرونه