د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د ټرامپ د څرګندونو په اړه د ترکیې سخت غبرګون
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو په حکومت د ارمني سیاسي فعالینونو د کینو او نفرت نه په ډکو ویناګانو او یو پلوه قضاوت د باور نه کولو غږ وکړ.
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو په حکومت د ارمني سیاسي فعالینونو د کینو او نفرت نه په ډکو ویناګانو او یو پلوه قضاوت د باور نه کولو غږ وکړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د هر کال په څیر سږ کال یو ځل بیا د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو د ۱۰۲ کلیزې له امله څرګندونې وکړې. د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو نه د ستر فلاکت په توګه یادونه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه سخت غبرګون وښود او امریکا حکومت ته يی ځواب ووایه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ټرامپ د څرګندونو په غبرګون کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي « د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د ولسمشر ټرامپ څرګندونې هغوې ته د ورکړل شوو ناسمو او غلطو معلوماتو او ارمني سیاسینو د یو پلوه قضاوت او معلوماتو د ککړتیا نه سرچینه اخلي. »
په خبرپاڼه کې د امریکا د نوې ادارې نه د شدت ، تاوتریخوالي نفرت او کینې نه د ډکو ویناګانو ، یو پلوه قضاوت ، تاریخي حقایقو پټولو او پر ځای ناسمو معلوماتو باندې د اعتبار نه کولو غوښتنه شوې ده . همداشان د امریکا په ادارې غږ شوی دی چې پدې برخه کې باید د ټولو خواوو غم او درد په نظر کې د نیولو سره غبرګون وښايي او چلند وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لومړۍ نړۍوالې جګړې پر مهال وژل شوو عثماني ارمنیانو په خاطر سږ کال په استانبول کې د ارمنیانو په کلیسا کې د هغوې په درناوي ځانګړي مراسم جوړ شول.
سربیره پردې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عثماني ارمنیانو په خاطر د تسلیت پیغام هم خپور کړی دی .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « د ارمنیانو امنیت، خوښي او حضور زمونږ لپاره ځانګړی اهیمت او ارزښت لري. ترکیه د خپل یو تن ارمني وګړي سره د بد چلند، د ټولنې نه د شړولو او ورسره د دویم صنف د معاملې او چلند کولو زغم او تحمل نلري.»
د بله پلوه ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو د کلیزې په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې د ترکیې د بیرغ د سوځولو اړوند د خپرو شوو خبرونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړی دی .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په بیرغ ترسره شوی خایین او منفور برید په کلکو ټکو غندلی او لعنت يي پرې ویلی دی.