ولسمشر اردوغان د یو خصوصي تلویزیون سره مرکه وکړه
امریکا په سوریه کې په ښکاره توګه د ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګو« پي وای ډي او وای پي جي» سره د روسیې په ګډه حرکت خواشینوونکی وباله.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګو پي وای ډي او وای پي جي او د هغوې د ملاتړ کوونکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل
« لکه څرنګه چې ګورۍ تر اوسه پورې امریکا د هغوې نه ملاتړ کولو او پدې وروستیو کې روسیې هم هغوې ته نږدې والی ښودلی دی. د امریکا او روسیې لخوا د نوموړو ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې دا ترکیه ناراحته کوي. دا خبره مو هغوې ته هم کړې ده چې د همدې امله يي نن دلته کوو. دا ترهګرې ډلې باید د سوریې نه تصفیه او پاکې کړې شي. تر کومه چې دا ترهګرې ډلې د سوریې نه پاکې او تصفیه شوي نوي په سوریه کې د ترکیې روان عملیات سرته نه رسیږي. »
هو هغوې وايي چې مونږ د سوریې د رژیم په بلنه راغلي یو خو هرې بلنې منل کوم مجبوریت ندی. د نړۍ په سیاست کې داسې کومه قاعده شتون نلري.
ولسمشر اردوغان د هالنډ او جرمني لخوا د ترکيې د وزیرانو د سفرونو لغوه کول او په هالنډ کې د ترکیې د وزیرانو سره د ضد انساني او ضد اخلافي چلند په اړه وویل
« لکه څرنګه چې ما مخکې د نوموړو ددې چلند نه د نازیزم په توګه یادونه کړې وه هغوې ناراحته شوي وو. که چیرې د هغوې دې چلند ته نازیزم ونه وایو نو فاشیزم به ورته ووایو. په لویدیځ کې د ترکانو او مسلمانانو سره د نازیزم او فاشیزم چلند نه کار اخیستل کیږي. »
ولسمشر اردوغان وویل چې جرمني د پې کاکا ترهګرې ډلې هر ډول مراسمو، فعالیتونو او غونډو ته اجازه ورکوي خو د ترکیې د وزیرانو غونډو ته اجازه نه ورکوي.
ښه نو مونږ د حقوقي په چوکاټ کې د جرمني دې چلند ته څه نوم ورکړو.
ولسمشر اردوغان وویل اوسمهال زمونږ لپاره تر ټولو مهمه مسله د اپریل د ۱۶ مې ټولپوښتنه ده. انشاالله چې په خیر سره ددې ټولپوښتنې د ترسره کیدو سره به هر څه سم شي.
ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې جرمني ته د کوم سفر پلان لرۍ او که نه داسې وویل، دا مسله د اپریل په ۱۶ مه ټولپوښتنه معلوموي. د اپریل د ۱۶ نه وروسته به ګورو.