د تركيې پرمختللى ټوپك ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

تركيې د ملي امكاناتو سره د (MPT-76) تر نامه لاندې جوړ كړى ټوپك د لسګونو آزمايښتونو په ترڅ كې تر برياليتوب وروسته وسله وال پوځ ته وسپارلو.

649228
د تركيې پرمختللى ټوپك ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

 

 

دا ټوپك چې (MPT-76) نوميږي، د تركي انجينيرانو لخوا ډيزاين او جوړ شوى دى چې د يو زيات شمېر ټوپكونو په پرتله په پرمختللې ټيكنالوژۍ سمبال دى.

ددې ټوپك د جوړولو چارې لس كاله وړاندې په ۲۰۰۷م كال كې پيل او دا دى پرون پاى ته ورسېدلې. پدې ډول به د تركيې پليو ځواكونو ته د بهرنيو ټوپكونو پر ځاى (MPT-76) وركړل شي.

تر اوسه پورې ددې ټوپك ۲۰ زره ميله توليد شوي او وسله وال پوځ ته تسليم شوي دي.

دا ټوپك د نړۍ او د ناټو د غړو هېوادونو په سطحه پرمختللې ټېكنالوژي لري. تمه كيږي چې په نږدې راتلونكې كې نړيوال بازار ته هم وړاندې شي.

د (MPT-76) ځانګړتياوې

دا ټوپك په هر ډول موسم كې د وچه او اوبو كې د كارولو وړ دى.

په يوه دقيقه كې ۷۰۰ مرمۍ ويشتلى شي او ۶۰۰ متره وړاندې هدف ويشتلى شي.  د ټوپك د مرمۍ سرعت په ثانيه كې ۸۰۰ متره دى.

د ټوپك د ميل قطر ۷،۶۲ ميلي متره دى او دا داسې موادو جوړ شوى دى چې په اسانۍ سره نه خرابيږي.


پيوندونه: #ټوپك , #تركيه

اړوند خبرونه