د ناټو سازمان د نړۍ په ستونزو په استانبول کې خبرې کوي.
د ترکیې لوی درستیز په سوریه او عراق کې د ترکیې په عسکري فعالیتونو نیوکو ته په ډیره تنده لهجه سخت ځوابونه وویل.
د ناټو سازمان د نړۍ په ستونزو په استانبول کې خبرې کوي.
د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار په استانبول کې جوړه شوې د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د پارلمانونو د اسمبلې په ۶۲م عمومي اجلاس کې د دفاع او امنیت کمیټو ته په سوریه او عراق کې د ترکیې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
لوی درستیز یادو شوو کمیټو ته د معلوماتو ورکولو نه وروسته د کمیټو د غړیو پوښتنې ځواب کړې.
د ترکیې لوی درستیز په سوریه او عراق کې د ترکیې په عسکري فعالیتونو نیوکو ته په ډیره تنده لهجه سخت ځوابونه وویل.
هغه ناټو سازمان د پارلماني اسمبلې د دفاع او امنیت کمیټې د یو تن ارمني غړي د ادعا په اړه چې ګواکې ترکیه د سوریې د حلب په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په بهانه عسکري مداخله کړې ده داسې وویل « که چیرې هر چا دا خبره په اثبات ورسوله چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې په جګړه کې برخه اخیستې او یا یوه مرمۍ کارولې ، زه سمدلاسه د خپلې دندې نه استعفا ورکوم، دا ډول بې ځایه تورونه لګول او ادعاګانې په ښکاره توګه بې تربیه ګي، درواغ او تور لګول دي. »
د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال اکار وویل چې ، ترهګرۍ نن ورځ یواځې د ترکیې نه بلکې د ټولې نړۍ استقرار ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي ترکیه د اوږدې مودې راهیسې د پې کاکا ، داعش، فتح الله ګولن ، پي وای ډي، وای پي جي او داسې نورو ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف مبارزه کوي. دې ډلو او سازمانونو یواځې د ترکیې د استقرار پر وړانډې نه بلکې د نړۍوال استقرار پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی دی. د ناټو پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی دی.
لوی درستیز د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا په اړه هم معلومات ورکړل. هغه د نوموړې کودتا نه وروسته د ترکیې نه ملاتړ کوونکو ټولو هیوادونو نه مننه وکړه.
هغه وویل چې ترکیه په پام کې لري چې د ناټو سره د همکاریو کچه لا پسې قوي کړي.