د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ترکیې ته راغی
د امریکا د دفاع وزیر په پلازمینه په لیدنو کتنو پیل وکړ
594158
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارټر د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.
اشتون کارټر په پلازمینه انقره کې لومړی د ملي دفاع وزیر فکري اشق سره لیدنه وکړه.
په لیدنه کې د سیمې د امنیت ، عراق او سوریې په وروستیو پرمختګونو او د انقرې او واشنګټن په اړیکو خبرې وکړې.
لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترشا ترسره شوه.
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر به د ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم لخوا هم حضور ته ومنل شي.
د ویلو ده چې کارټر پداسې وخت کې ترکیې ته راغی چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د عراق د موصل د ښار د عملیاتو پر سر ځینې ستونزې پیدا شوې وې.