د ترکیې ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د ترکیې نه په سوریه کې داعش ترهګرې ډلې ته د سترې ماتې ورکولو له امله مننه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د ترکیې نه په سوریه کې داعش ترهګرې ډلې ته د سترې ماتې ورکولو له امله مننه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د سوریې او عراق په وروستیو پرمختګونو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلې خبرې وکړې.
د هیواد د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې نه په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د ملا د ماتولو په خاطر مننه وکړه.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو له مخې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د سوریې په حلب ښار کې د اوربند او اړینو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په مسلې خبرې وکړې.
همداشان دواړو مشرانو د ترکیې او روسیې ترمنځه د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په ګډون په هره برخه کې د همکارۍ د کچې د لا لوړولو په مسلې ټینګار وکړ.
همداشان د ترکیې ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین نه د اکتوبر په نهمه نیټه په ترکیه کې جوړه شوې د انرژۍ په نړۍواله غونډه کې د ګډون له امله مننه وکړه.
د ویلو ده چې په لیدنه کې نن د جرمني په پلازمینه برلین کې د اوکراین په اړه د جوړیدونکي غونډې په اړه چې روسیه، اوکراین، جرمني او فرانسې استازي پکې ګډون کوي هم خبرې کړي دي.