په سوريه كې د تركيې عمليات پراخيږي.
د تركيې د لومړي وزير مرستيال نورالدين جانيكلي نن د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د وزيرانو د شورا د غونډې نه وروسته په خبري كنفرانس كې وويل چې كيداى شي د ` فرات د سپر` عمليات نور هم پراخه شي.
567246
د تركيې د لومړي وزير مرستيال نورالدين جانيكلي نن د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د وزيرانو د شورا د غونډې نه وروسته په خبري كنفرانس كې وويل چې كيداى شي د ` فرات د سپر` عمليات نور هم پراخه شي.
جانيكلي د سوريې په خاوره كې د داعش د ترهګرې ډلې پر خلاف روانو عملياتو ته په اشارې سره وويل چې تر اوسه پورې ۷۵۰ كيلومتره مربع ساحه د داعش له منګولو پاكه شوې ده.
جانيكلي همداراز په سوريه كې د داعش د تش په نامه پلازمېنې رقه د ښار د بېرته نيولو په موخه د تركي ځواكونو په همكارۍ ټينګار وكړ.
نوموړي په هېواد كې دننه امنيتي تدابيرو ته هم اشاره وكړه او زياته يې كړه چې تر اوسه پورې امنيتي او استخباراتي ځواكونو د ۲۲۹ ترهګري پېښو مخنيوى كړى دى چې ۱۹ يې ځانمرګي بريدونه ول.