په ترکیه کې دوه تنه چې د یو میلیون ډالري بانک نوټ د پلورولو هڅه کوله ونیول شو.
په استانبول کې یو تن د یو میلیون ډالري بانک نوټ سره یو ځای ونیول شو
په ترکیه کې دوه تنه چې د یو میلیون ډالري بانک نوټ د پلورولو هڅه کوله ونیول شو.
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي بانک لخوا په ۱۹۸۸ کال کې د کولیکسیون په موخه د چاپ شوو ګوتو په شمیر یو میلیون ډالري بانک نوټونو نه یو دانه په ترکیه کې ونیول شو.
تیره ورځ د استانبول د کاغتخانې ولسوالۍ پولیسو یو تن ۲۷ کلن ځوان د یو میلیون ډالري بانک نوټ د پلورلو پر مهال ونیو. همداشان د یو میلیون ډالري بانک نوټ سره یو ځای د هغه ځانګړی سرتیفیکیټ هم شتون درلود.
۲۷ کلن ځوان په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې دا یو میلیون ډالري بانک نوټ ۱۵ کاله د مخه د هغه د پلار د یو ګرځندوی نه پیرودی وو.
ویل کیږي د امریکا د مرکزي بانک دا یو میلیون ډالري بانک نوټونه په ۱۹۸۸ کال کې د کولیکسیون په موخه د ګوټو په شمیر چاپ کړي وو. دا بانک نوټونه د امریکا مهمو سوداګرو ته ورکړل شوي وو.
د مسلې په اړه څیړنې دوام لري. دا لا معلومه نده چې دې ۲۷ کلن ځوان دا یو میلیون ډالري بانک نوټ د کوم ځایه ترلاسه کړی دی.