د كورنيو چارو وزير له دندې استعفا وكړه.
د تركيې په كابينه كې د يو لړ بدلونونو په ترڅ كې د كورنيو چارو وزير اېفكان اعلى له دندې لرې شوى دى.
562797
لومړي وزير بنعلي ييلدرم نن ماښام د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ليدنې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې د كورنيو چارو وزير اېفكان اعلى له خپلې دندې استفعا كړې ده او پر ځاى يې د كار او ټولنيز امنيت وزير سليمان سويلو ګمارل شوى دى.
همداراز د تركيې د كار او ټولنيز امنيت د وزارت پوست ته بيا د روغتيا پخوانى وزير محمد موذن اوغلو ګمارل شوى دى.
اېفكان اعلى چې د كابينې تر ټولو فعاله څېره وه د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا د اقدام پر مهال يې د كودتاچيانو پر وړاندې مهم رول ولوبلو.