د جرابلس د سیمې سره د مرستې
د ترکیې د سرې میاشتې د ټولنې مشر کرم کېنېک د سوریې د جرابلس په ښارګوټي کې د مرستو په اړه ولسمشر اردوغان ته معلومات ورکړل.
560651
د ترکیې د سرې میاشتې د ټولنې مشر کرم کېنېک د سوریې د جرابلس په ښارګوټي کې د مرستو په اړه ولسمشر اردوغان ته معلومات ورکړل.
اردوغان پرون په استانبول کې ددې ټولنې د مشر او د اجرایوی شورا د پلاوي سره لیدنه وکړه.
د سوریې د جرابلس به ښارګوټي کې د ترکي ځواکونو د عملیاتو نه وروسته سیمې ته انساني مرستې استول شوې وې.
د بله پلوه د ولسمشر اردوغان کورنۍ د لوی اختر قرباني د سوریې د جرابلس په ښار کې کوي. پدې اړه یې وکالت د ترکیې سرې میاشتې ته وسپارلو.