په ترکیه کې په پولیسو د موټر پر مټ برید وشو
د ترکیې د شرناک ولایت د جیزرې په ولسوالۍ کې د امنی په قومندانۍ د موټر پر مټ برید وشو
په ترکیه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې یو ځل بیا په پولیسو د موټر پر مټ برید وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پې کاکا ترهګرې ډلې د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د شرناک ولایت د جیزرې د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ترڅنګ د پولیسو د کنټرول او تالاشۍ په نقطې د موټر پر مټ برید وکړ. برید د امنیې قومندانۍ او چټک غبرګون پولیسو د امریت په ۵۰ مترۍ کې رامنځته شوې ده .
د برید له امله د چټک غبرګون پولیسو د امریت ودانۍ د پام وړ زیان لیدلی دی . چاودنه دومره زوروه وه چې غږ يي په ډیره لرې سیمو کې اوریدل شوی دی.
د برید په پایله کې ۱۱ تنه پولیس شهیدان او ۷۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چاودنې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل.
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
امنیتي ځواکونو د جیزرې ولسوالۍ ټولې دخولي او خروجي دروازې د کنټرول لاندې نیولي دي او ترهګرو د نیولو په خاطر يي د پلټنې عملیات پيل کړي دي.
د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د جیزرې د خونړي برید په اړه وویل چې « هیڅ ترهګریز سازمان به د داسو خاینانه بریدونو سره خپلو موخو ته ونه رسیږي.
هغه دا څرګندونې په استانبول کې د بلغاریا د لومړي وزیر بوکو بوریسوف سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
لومړي وزیر ییلدرم وویل « لکه څرنګه چې د ازادۍ په جګړه کې غازي مصطفی کمال اتاترک ویلي دي یا استقلال یا مرګ . مونږ هم وایو چې ددې ۷۹ میلیونو تنو دښمنانانو ته به لازمه جزا ورکړو. »
لومړي وزیر وویل چې ترکیه نن د تاریخي او نړۍوالې پروژې د پرانیستو شاهدي کوي. پداسې حال کې چې د ترکیې د نړۍ په کچه پروژې ګټې اخیستو ته سپاري او ملت ته د خدمت پرخه کې هلې ځلې کوي د پې کاکا ترهګرې ډله بیا د بې ګناه انسانانو په وژنو کې سیالي کوي.
هغه وویل چې د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو په خاطر به شپه او ورځ کار وکړو، نوې پروژې به عملي او ګټې اخیستو ته وسپارو. انشاالله چې د خپل ملت په مرسته به دې ترهګریز سازمان ته هم لازمه جزا ورکړو.