تركيې ته د ګولن د سپارلو په موخه نوى اقدام
هغه امريكايي پلاوى چې تركيې ته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د مشر د سپارلو په اړه د خبرو اترو په موخه ټاكل شوى وو نن انقرې ته را ورسېد.
هغه امريكايي پلاوى چې تركيې ته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د مشر د سپارلو په اړه د خبرو اترو په موخه ټاكل شوى وو نن انقرې ته را ورسېد.
دا پلاوى چې د امريكا د عدليې او بهرنيو چارو د وزارتونو استازي په كې شامل دي، تركيه د ګولن د سپارلو په موخه د حقوقي بهير د څرنګوالي په اړه به د خپلو تركي سيالانو سره خبرې اترې وكړي.
ټاكل شوې ده چې تركي پلاوى به امريكايانو ته هغه اسناد هم وړاندې كړي چې له مخې يې د ګولن د سپارلو چارې اسانې شي.
ددې دوه ورځنۍ ليدنې په ترڅ كې د تركيې د عدلي چارو مقامات د ګولن د سپارلو په موخه د هغو ۴ دوسيو په اړه لا زيات معلومات وړاندې كړي چې پخوا امريكايي مقاماتو ته سپارل شوې وې.
تركي مقامات غوښتنه كوي چې په امريكا كې د فتح الله ګولن د تېښتې د مخنيوي په موخه دې ژر تر ژره نوموړى ونيسي.
امريكايي پلاوى د تركيې د عدليې د وزارت په وړانديز هېواد ته راغلى دى.