د جولاى د ۱۵مې د ناكامې كودتا وروسته د تركيې بهرنى سياست

د جولاى ۱۵مه نېټه د تركيې په نږدې سياسي تاريخ كې توره ورځ وه. پدې ورځ تركي ملت د خپل مال او ځان په بها وكولاى شول چې د كودتاچيانو پر وړاندې خپله سينه سپر او هغوى په ګونډو كړي.

557879
د جولاى د ۱۵مې د ناكامې كودتا وروسته د تركيې بهرنى سياست

 

 

د جولاى ۱۵مه نېټه د تركيې په نږدې سياسي تاريخ كې توره ورځ وه. پدې ورځ تركي ملت د خپل مال او ځان په بها وكولاى شول چې د كودتاچيانو پر وړاندې خپله سينه سپر او هغوى په ګونډو كړي. دې پېښې نه يواځې د تركيې په كورني سياست باندې ژوره اغېزه وكړه بلكې د هېواد بهرني سياست ته يې هم بدلون وركړ. په ځانګړي توګه د كودتا پر مهال د بهرنيو هېوادونو غبرګون او چوپه خوله ددې سبب شوه چې تركيه په خپل بهرني سياست باندې له سره غور وكړي. په ځانګړي توګه د امريكا متحدو ايالتونو او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو په تركيه كې د كودتا د ناكامېدلو نه وروسته خپل غږ پورته كړ. دا سياسي رسوايي او د تركيې د ديموكراسۍ پر وړاندې بې پروا دريځ د نه منلو وړ وو. د كودتاچيانو پر وړاندې د تركيې اداري او امنيتي تدابير او د نوموړو تصفيه هم ددې سبب شوه چې اروپايي ټولنه دې پرې نيوكې وكړي.  اروپايانو د تركيې ملت او د دوى د رايو په پايله كې ټاكل شوى مشروع حكومت ته ګواښ وكړ چې د كودتاچيانو پر وړاندې په دريځ كې نرمښت راوړي.

 

دا په داسې حال كې ده چې د روسيې او ايران هېوادونه چې د بهرني سياست په ډګر كې كله نا كله د تركيې سره رقابت هم كوي تر كودتا سمدستي وروسته د تركيې له ملكي حكومته د ملاتړ په موخه څرګندونې وكړې او پدې ډول يې خپل ملاتړ اعلان كړ. دا ملاتړ د لاندېنيو فكتورونو په رڼا كې د درك وړ دى.

الف: روسيه او ايران پدې پوهېدل چې دا كودتا په غير مستقيم ډول د لوېديځوالو په ملاتړ ترسره شوې ده.

ب: روسيه او ايران دواړه د اوږدې مودې راهيسې د فتح الله ګولن ترهګره ډله د خپلو ملي ګټو لپاره لوى خطر بولي.

ج: دواړه هېوادونه معمولاً د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې په مسقتيم ډول د لاسوهنې نه ډډه كوي.

د: دواړه هېوادونه پدې ښه پوهېدل چې په سختو شېبو كې د تركيې تر څنګ درېدل به له كړكېچ وروسته موده كې د جيوپوليتكي پلوه ځينې ګټې دوى ته ورسوي.

په همدې چوكاټ كې د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له كودتا وروسته خپله لومړنۍ رسمي ليدنه د روسيې له هېواده ترسره كړه. همداراز د ايران حكومت هم له كودتا وروسته سمدستي خپل لوړپوړي چارواكي تركيې ته را ولېږل. ددې ترڅنګ په تركيه كې خبري رسنيو پر لوېديځوالو باندې د نيوكو كولو په پايله كې داسې هوا رامنځته شوه چې ګواكې تركيه له لوېديځه لرې كيږي او پر ځاى يې د روسيې او ايران سره اتفاق كوي. حتى ځينو اروپايي سياستوالو دا هم وويل چې تركيې د يوروېشيا د اتفاق د رامنځته كولو په موخه هڅې پېل كړي دي او اروپا ته شا را اړوي.

 

آيا دا ريښتيا ده چې تركيې اروپا ته شاه كړې ده؟ پدې ټول پوهيږي چې د عدالت او پراختيا د ګوند د ۱۴ كلن اقتدار په اوږدو كې د څو اړخيزو بهرنيو سياستونو سره سره تل كوښښ كړى دى چې لوېديځ ته ځانګړى اهميت وركړي.

د عدالت او پراختيا د ګوند اقتدار پدې چوكاټ كې د روسيې او چين سره هم خپلې اړيكې پراخه كړې. سربېره پر دې د منځني ختيځ د هغو هېوادونو سره نږدې شو چې د تاريخي پلوه له يو بل سره اړيكې لري. حتى د افريقايي هېوادونو سره يې هم راشه درشه ډېره كړله.

د ايران او روسيې سره د تركيې د ملي ګټو رقابت او ناندرۍ د سوريې د كړكېچ سره يو ځاى پيل شوې. تركيې د خپلو ملي ګټو په اساس كوښښ وكړ چې د سيمه ايزو اتفاقونو سره د ايران پر وړاندې ودريږي خو هېڅكله يې هم د ايران سره خپلې دوستانه اړيكې ونه شلولې. د بله پلوه د روسيې سره هم د تركيې اړيكې د الوتكې تر كړكېچ وړاندې نورمالې وې.

همداراز د روسيې او ايران سره د اړيكو د پراختيا چارې په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا وړاندې پيل شوې وې. د ۲۰۱۶م كال د مارچ د مياشتې په ۵مه نېټه د تركيې د وخت لومړي وزير احمد داوود اوغلو د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وكړ تر څو د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګرۍ پراختيا ته لار هواره كړي.  سربېره پر دې ددې سفر بل مهم هدف بيا  په منځني ختيځ كې د سيمه ايزو ستونزو د آواري په موخه د سيمې د هېوادونو د لا زياتې ونډې د اخيستلو اقدام وو. د همدې كال د اپرېل په مياشت كې د ايران ولسمشر حسن روحاني په استانبول كې د اسلامي همكاريو د سازمان په كنفرانس كې د ګډون وروسته انقرې ته راغى او دلته يې د اړوندو چارواكو سره ليدنې وكړې.

+      +د روسيې سره د تركيې د اړيكو د نورمالېدلو بهير هم د كودتا يوه مياشت وړاندې د جون په مياشت كې پيل شوى وو. د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د اردوغان ليدنه هم تر كودتا وړاندې پلان شوې وه.

ددې ټولو سربېره د تركيې د ولسمشرۍ مقام او د حكومت چارواكو تل دا ويلي دي چې تركيه د لوېديځ له اتفاقه د جلا كېدو لپاره كوم لامل نه ګوري.

 

 



اړوند خبرونه