اردوغان : ترک ملت د کودتاچیانو د ټانکونو لاندې د پریوتو سره نړۍ ته د ملي ارادې په برخه کې سبق ورکړ

ولسمشر اردوغان : یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونو چې د ډیموکراسۍ د پلوي ادعا کوي په ترکیه کې د کودتاچیانو نه د ملاتړ دریځ ښکاره کړې

534870
اردوغان : ترک ملت د کودتاچیانو د ټانکونو لاندې د پریوتو سره  نړۍ ته د ملي ارادې په برخه کې سبق ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په هیواد کې  د دریو میاشتو لپاره د اعلان کړي  بیړني حال  نه  د استقلال د نوې مبارزې په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  بیړنی حالت  په هیواد کې  ډیموکراتیک  ارګانونه  لا په ښه او سالمه توګه د کار کولو په موخه اعلان شوی دی .

ولسمشر اردوغان د ترکیې  وویل په  ترک ملت  چې پدې شرایطو کې  میدانونو ته  راوځي  او  دیموکراسۍ  او دولت نه  دفاع کوي  ویاړم.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د رویټرز خبري اژانس ته  په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د جولای په ۱۵ مه نیټه  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې  ناکامې کودتا  د شپې په اړه  رویټرز ته  معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د کودتا په اړه يي لومړنی خبر  د خپل یو نږدې خپلوان  نه  ترلاسه کړ. د نوموړي خبر د تاییدویدو نه وروسته د خبري رسنیو له لارې په هیوادوالو لاړو ، سړکانو او میدانونو ته د راوتو  غږ وکړ. د هیوادوالو نه مو غوښتنه وکړه چې  د کودتاچیانو پر خلاف میدانونو ته راووځي  او هغوې ته  تر ټولو ښه ځواب ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د رخصتۍ په خاطر  مارماریس  ښار ته تللی وو.

ولسمشر اردوغان  د مارماریس ښار نه  استانبول ته د راتګ پر مهال  د خطرونو نه  د ډک سفر  په اړه  داسې وویل ! په ډیرو سختو  شرایطو کې  چې  په هوا کې  د کودتاچیانو اف ۱۶ جنګي الوتکو الوتنې کولې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې ښکته شوو. د اتاترک هوايي دګر د پاسه  جنګي الوتکو  په ډیره  کمه ارتفاع کې  الوتنې کولې  خو  ددې ټولو سره سره  مو اداره په لاس کې ونیوله  او په ادارې مو پيل وکړ.

 « د خالي  په ورځ  د ماسپخین په ساعتونو کې  د چا خبره په ټول هیواد کې  د کنټرول  د ټینګیدو  او کودتاچیانو  د لویې برخې  د نیولو  نه وروسته  خپل کور ته  لاړم.»

ولسمشر اردوغان وویل  ترک ملت  په میدانونو، لارو او سړکانو کې د کودتاچیانو  د ټانکونو  په مخکې  د ځانونو د اچولو  سره  داسې  میړانتیا او شهامت  وښوده  چې په نړۍ کې تر اوسه پورې لیدل شوی ندی.

دوی  ټولې نړۍ ته  د ملي ارادې په برخه کې  درس ورکړو. ټولې نړۍ ته يي دا وښوده  چې  ملي اراده  یعنې څه؟

ولسمشر اردوغان  وویل  چې د جولای  د ۱۵ مې نیټې په شپه  د کودتاچیانو لخوا  د ترکیې په پارلمان ، د ولسمشرۍ په ماڼۍ  او پولیسو  په مرکزونو  د بمباریو او هوايي بریدونو  اصلي موخه  په ملت  بریدونه کول وو.

پدې بریدونو کې  ۲۴۶ تنه  هیوادوال  په شهادت ورسیدل  او ۲۱۸۵ تنه  نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  نن  ورځ  د اقتصادي پلوه  چې په کومه  سویه کې قرار لرو  دې سویې ته په اسانه رارسیدلي نه یو. په ډیرو سختو شرایطو کې مو ډیرې زیاتې سختې او تنګې ګاللي دي. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې  د لاس لاندې  د ټولو  لویو پروژو چارې به  د پخوا په څیر  او پرته د کوم ځنډه  دوام وکړي. د مالي دسپلین په برخه کې به  په هیڅډول په شا ګام پورته نکړو.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  نن ورځ  مونږ ګورو چې  د نړۍ یو زیات شمیر سازمانونه  چې د ډیموکراسۍ  نه  د ملاتړ ادعاګانې  کوي  په ښکاره توګه د کودتاچیانو نه ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  ملي یووالي ، اتحاد ، اتفاق او ورورولۍ ته  تر هر وخته  نن  ډیر زیات اړتیا لري. ترکېې خلک  چې د کومې سیاسي نظریې  او مفکوریې نه  پلوي کوي  ودې کړي  خو  یواځې او یواځې  د کودتاچیانو نه  دې ملاتړ  نه کوي. د هغوې نه باید ځانونه لرې وساتي.



اړوند خبرونه