د ترکیې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د محافظ غنډ ۲۸۵ تنه سرتیري ونیول شول
لوی څارنوالۍ د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظ غنډ د ۲۸۵ تنو سرتیرو د نیولو امر وکړ
535515
په ترکیه کې د جولای د ۱۵مې ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته د کودتاچیانو د نیولو لړۍ دوام لري.
د هیواد امنیتي ځواکونو د کودتاچیانو پر خلاف د روانو څیړونو په ترڅ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظ غنډ په قومندانۍ کې ۲۸۵ تنه عسکر ونیول.
د ویلو ده چې د کودتا نه وروسته ځینو کودتاچیانو د تحقیقاتو په ترڅ کې کودتا لومړی د ولسمشرۍ د محافظ غنډ په منځ کې د پلانیدو ادعا کړې وه.
د هیواد امنیتي ځواکونو د لوی څارنوالۍ د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ۲۸۵ تنو سرتیرو د نیولو امر وکړ. نوموړی سرتیري د نیول کیدو نه وروسته د انقرې امنیې قومندانۍ ته یوړل شول. ویل کیږي د پولیسو لخوا د تحقیقاتو نه وروسته یاد شوي سرتیري به څارنوالۍ ته معرفي شي.