د كودتاچيانو تصفيه روانه ده.
په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې اړوندو كودتاچيانو تصفيه روانه ده.
531607
په تركيه كې د ناكامې كودتا نه وروسته د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې اړوندو كودتاچيانو تصفيه روانه ده.
د تركيې د قاضيانو او څارنوالو عالي شورا چې په هېواد كې د قضايي قويې د پرسونل د ملا تير جوړوي هم ددې ډلې د ترهګرو نه تصفيه كيږي.
د قضايي قويي د ۸۰ تنو لوړپوړو قاضيانو د نيول كېدو امر شوى دى.
پخوا هم د اساسي قانون د محكمې د عالي شورا دوه غړي، د قاضيانو او څارنوالانو د عالي شوار ۴ غړي، د جزايي عالي محكمې ۶ غړي او د مدني عالي محكمې ۱۸ غړي د پوليسو تر نظارت لاندې دي او د دوى استنطاق روان دى.
همداراز د تركيې په بېلابېلو ولايتونو كې هم ۸۳ تنه قاضيان په نظارتخانه كې دي.
پخوا د قاضيانو او څارنوالانو د عالي شورا لخوا د څه كم ۳ زره قاضيانو او څارنوالانو دندې ځنډول شوې وې چې دا د تركيې د ټول قضايي سيستم ۳۶ سلنه جوړوي.