د ترکیې دوه تنه جګپوړي جنرالان وطن ته خیانت په تور تورن شول
د ترکیې د تیرې شپې د ناکامې کودتا د معمارانو نه دوه تنه جګپوړي جنرال ونیول شول
530397
په ترکیه کې د ناکامې کودتا د اقدام په ترڅ کې نیول شوي دوه تنه جګپوړي جنرالان وطن ته په خیانت تورن شول.
د ویلو ده چې د ترکیې د هوايي ځواکونو پخوانی عمومي قومندان ستر جنرال اکن اوزترک او د پلو ځواکونو د ښوونې او روزنې قومندانۍ د محاربې او مرستې قومندان ډګرجنرال متین اي دیل د حکومت او دولت پر خلاف د کودتا د اقدام په تور ونیول شول.
نوموړي دوه تنه جنرالان هیواد ته د خیانت په تور تورن شوي دي. د نوموړو د محاکمې چارې پیل شوي دي.