د استانبول په يو هوايي ډګر كې خونړي ځانمرګى بريدونه

څو شېبې وړاندې په استانبول كې د اتاترك په نړيوال هوايي ډګر كې دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شول.

520258
د استانبول په يو هوايي ډګر كې خونړي ځانمرګى بريدونه

 

 

د استانبول والي خبريالانو ته وويل چې د لومړنيو شمېرو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۶۰ تنو زيات ټپيان دي.

د والي د وينا په اساس د هوايي ډګر د بهرنيو الوتنو په ترمينل كې درې جلا چاودنې اورېدل شوي دي چې لږ تر لږه دوه يې ځانمرګي بريدونه دي.

ويل كيږي چې يو تن ترهګر چې غوښتل يې د كلاشينكوف ډوله وسلې سره د امنيتي نقطې تېر شي د پوليسو لخوا د پېژندل كېدو وروسته يې شاوخوا ډزې پيل كړې او بيا يې ځان وچاودلو. په ترمينل كې دوه نورې چاودنې هم اورېدل شوي دي.

وروسته يې شاوخوا ډزې پيل كړې او بيا يې ځان وچاودلو. په ترمينل كې دوه نورې چاودنې هم اورېدل شوي دي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د لومړي وزير بن علي يېلدرم، د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز سترجنرال خلوصي آكار او يو شمېر نورو وزيرانو په ګډون بېړنۍ غونډه وكړه.

د لومړي وزير بن علي يېلدرم په امر د كورنيو چارو په وزارت كې د پېښې په اړه بېړنۍ كمېسيون په دنده وګمارل شو.

سربېره پردې لومړي وزير بن علي يېلدرم د كابينې د يو شمېر غړو سره په ګډه له انقرې د استانبول پر لور روان شول.

د پېښې سيمې لسګونه امبولانسونه او امنيتي ځواكونه هم لېږل شوي دي.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه