د استانبول په هوايي ډګر کې په بریدونو کې د مړو شمیره لوړه شوه
د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې په ۳ جلا جلا خانمرګیو بریدونو کې ۱۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
520283
د ترکیې د اتاترک په هوايي ډګر کې د ځانمرګیو بریدونو له امله د مړو شمیره لوړه شوه.
د ترکیې د عدلیې وزیر پدې پیښه کې د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د عدلیې وزیر باقر بوزداغ وویل چې پدې خونړیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. ټپیان د استانبول په مختلفو روغتونونو کې د درملنې لاندې قرار لري.
د ویلو ده چې نن د ماسخوتن په ساعتونو کې ۳ تنو ځانمرګیو برید کوونکو د استانبول د اتاترک په هوایي ډګر کې د بهرنیو الوتنو د ترمینل او موټر په تم کې چاودنې وکړې. د چاودنه نه دوه د ترمینل او یو د موټرو په تم ځای کې ترسره شوي دي.
دا برید په استانبول کې پدې وروستیو کې ترسره شوی تر ټولو خونړی برید دی.