ترکیې د روسیې نه بښنه نده غوښتې.
د ولسمشر ویاند : ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ته په استولي لیک کې بښنه غوښتې نده
519637
ترکیې د روسیې نه بښنه نده غوښتې.
دا څرګندونې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وکړې.
هغه وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیر کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د ترکیې د وسله والو لخوا په هوايي حریم د تیري له امله د ویشتل شوې روسي الوتکې په اړه روسیې ته د خواخوږۍ پیغام واستوه.
هغه وویل چې ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین ته په استولي لیک کې د پیښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او خواخوږي يي ښودلې ده .
هغه وویل چې ولسمشر اردوغان په لیک کې لیکلي دي چې د روسیې د عسکري الوتکې د ویشتلو له امله خواشینی یم او په پیښه کې د وژل شوي پیلوټ کورنۍ سره یو ځل بیا غمشریکي کوم.