د تركيې – اسراييلو ترمېنځ نوى پيل

د تركيې  او اسراييلو د هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د بېرته نورمالولو په موخه خبرې اترې پايلې ته ورسېدلې.

518938
د تركيې – اسراييلو ترمېنځ نوى پيل

 

 

د اسراييلي اوردو لخوا غزې ته په بشري مرستو بار كيښتۍ باندې د خونړي بريد نه وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې شلېدلې وې.

د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د بېرته نورمالېدو په موخه تركيې درې عمده شرطونه وړاندې كړي ول چې لومړى يې د اسراييلو لخوا د رسمي بښنې غوښتنه، دويم يې پر كيښتۍ باندې بريد كې د قربانيانو كورنيو ته د غرامت وركولو شرط او دريم يې هم پر غزې باندې د لګېدلو بنديزونو لرې كول ول. د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو شاوخوا دوه كاله وړاندې په رسمي توګه بښنه غوښتې وه.

د دواړو هېوادونو د چارواكو ترمېنځ د ايټاليا په پلازمېنه روم كې د خبرو اترو په پايله كې اسراييلي خوا قربانيانو ته د غرامت وركول او پر غزې باندې د لګېدلې بنديزونو د لرې كولو شرطونه هم منلي دي. دا هوكړه ليك پرون يكشنبه ` د جون ۲۶مه` په روم كې نهايي شوى دى او ټاكل شوې ده چې نن لاسليك شي.

ددې تړون له مخې اسراييل دې ته تيار شوي دي چې د ماوي مرمرې په نامه كيښتۍ باندې د بريد پر مهال د قربانيانو كورنيو ته ۲۰ ميليونه ډالره غرامت وركړي.

سربېره پر دې به تركيې ته اجازه وركړي چې په غزه كې د بشري مرستو په موخه خپلې هلې ځلې چټكې كړي. پدې ډول به تركيه په غزه كې د مېشتو خلكو د څښاك د اوبو او برېښنا د ستونزو د بيړني حل لپاره عملي ګامونه پورته كړي. ددې ترڅنګ به په غزه كې فلسطينيانو ته كورونه جوړ كړي.

د يوې اساسي پروژې له مخې به تركيه په غزه كې ` د تركيې – فلسطين د دوستۍ ۲۰۰ بستريز` روغتون هم جوړ كړي.

د ۲۰۱۰م كال د مې د مياشتې په ۳۱مه نېټه د ماوي مرمرې په نامه يوه تركي كيښتۍ چې په بشري مرستو بار او غزې ته روانه وه، په نړيوالو اوبو كې د اسراييلو لخوا پرې بريد وشو چې په پايله كې ۹ تنه تركي هېوادوالو خپل ژوند له لاسه وركړ او يو شمېر نور ټپيان هم شول.

تركيې ددې پېښې نه وروسته د اسراييلو سره خپلې اړيكې وځنډولې چې دا دى ددې هوكړه ليك په اساس به بېرته نورمالې شي.



اړوند خبرونه