د پې کاکا ترهګرې ډلې د ترکیې په وسله والو ځواکونو خونړی برید وکړ.
۸ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل
د پې کاکا ترهګرې ډلې د ترکیې په وسله والو ځواکونو خونړی برید وکړ.
د ترکیې د حقاري ولایت د چقورجه په ولسوالۍ کې نن سهار په وسله والو ځواکونو خونړی برید وشو.
د پې کاکا ترهګرو په یاده شوې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ځواکونو برید وکړ چې له امله يي ۸ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ۶ تنه سرتیري د پې کاکا په برید کې په شهادت رسیدلي او دوه تنه نور د جنګي الوتکې د سقوط له امله شهیدان شوي دي.
د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا په سرتیرو د برید نه وروسته سمدلاسه مرستندویه ځواکونه سیمې ته واستول شول.
د برید نه وروسته نښته پیل شوه. په نښته کې د اتو تنو سرتیرو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
په نښته کې ګڼ شمیر ترهګر وژل شوي دي چې د شپږو تنو مړي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. په سیمه کې ځای ځای نښتې او د ترهګرو د له منځه وړو په خاطر پراخه عملیات دوام لري.