د ترکي سرتیرو په موټر چاودنه وشوه
د ترکیې د تونجلي او ایلازغ ولایتونو په لویه لاره د ترکي سرتیرو په موټر چاودنه وشوه
475921
د ترکیې د تونجلي او ایلازغ ولایتونو په لویه لاره په عسکري موټر د ماین د چاودنې له امله ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.
د تونجلي او ایلازغ ولایتونو په لویه لاره د ګوک تپې د کلي په شاوخوا کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا په لاره کې ځای په ځای شوی ماین د عسکري موټر د تیریدو پر مهال وچاودید.
پیښه نن د جمعې ورځ د سهار په لسو بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوه. په پیښه کې د ۳ تنو سرتیرو د شهیدیدو خبر ورکړ شوی دی .
د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او ځانګړي ځواکونه سیمې ته واستول شول. په پیښه کې د ټپیانو په اړه څه ندې ویل شوي .
د بله پلوه په سیمه کې د چاودنې نه وروسته د چورلکو په ملاتړ پراخه د پلټنې عملیات پیل شول.