د ګډو ګټو په نظر کې نیولو پرته اتفاق او اتحاد نه رامنځته کیږی.

د اسلامي همکارو د تشکیلاتو ۱۳مه سرمشریزه او د اسلامي نړۍ ستونزې.

472164
د ګډو ګټو په نظر کې نیولو پرته  اتفاق او اتحاد نه رامنځته کیږی.

د ګډو ګټو پرته څه ډول کیدلی شي چې اتفاق او اتحاد رامنځته شي.

د اسلامي همکاریو تشکیلات چې په ۱۹۶۹ کال کې جوړ شوی د ملګروملتونو نه وروسته دویم تر ټولو لوی سازمان دی. دا تشکیلات د اسلامي هیوادونو په سیاسي ، اقتصادي او کولتوري مسایلو باندې د غور کولو او خبرو کولو تر ټولو لوی سازمان دی. ترکیه د راتلونکو دوو کلونو لپاره د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د دوره يي مشر هیواد په توګه وټاکل شو. د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د مشرانو سرمشریزه د اپریل په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو د دوو ورځو لپاره په استانبول کې جوړه شوې وه. سږنۍ سرمشریزه د عدالت او سولې لپاره د یووالي او همغږۍ تر شعار لاندې جوړه شوې وه.

په اصل کې که چیرې ددې سرمشریزې سرلیک یا شعار ته ځیر شو نو دا پخپله په اسلامي هیوادونو کې د موجودو ستونزې په اړه يي چې ټوله اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده مونږ ته هر څه بیانوي. سربیره پر دې دا شعار د اسلامي همکاریو تشکیلاتو غړیو هیوادونو په مخ کې پراته ګن شمیر فرصتونه هم په ګوته کوي.

پدې سرمشریزه کې په یوې مسلې چې د بهر نه ساده ښکاري خو کلیدي اهمیت لري غور وشو. هغه هم د اسلامي نړۍ ترمنځه د اتحاد او اتفاق مسله ده. ځکه چې د عالم اسلام ترمنځه د اتحاد او اتفاق پرته د سولې او عدالت رامنځته کیدل ناممکنه خبره ده .

اسلامي نړۍ هیوادونه د موجود ستونزو د حل او په واقعي توګه د یووالي د رامنځته کیدو په خاطر باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای د ټول عالم اسلام ګډې ګټې په نظر کې ونیسي . ددې خبرې اسانه دي خو عمل پرې ډير ګران کار دی. ځکه چې د داسې یو حالاتو رامنځته کول چې د ټولو اسلامي هیوادونو ګټو ته خدمت وکړي ، او په عینې وخت کې د اسلامي هیوادونو د هر یو اندیښنې او لومړیتوبونه په نظر کې ونیسي او ټولو ته په ډیره قوي توګه خطاب وکړي کومه اسانه خبره نده او ډیر ګران کار دی.

د ویلو ده چې د اسلامي همکاریو په تشکیلاتو کې موجودې ستونزې د ملګروملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو سازمانونو د ستونزو سره کوم فرق نلري. ټول د یو شان ستونزو سره مخامخ دي. په ټولو سازمانونو کې هر غړی او ډله غواړي چې خپل مسایل او خپلې اندیښنې مخکې کړي.

خو دا حقیقت باید هیر نشي چې د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د جوړیدو اصلي لامل د فلسطین مسله او اسلامي هیوادونو ترمنځه سوداګرۍ او اسلام فوبیا په څیر ګډې مسلې وې. خو پدې د پوهیدو سره سره او ددې ستونزې د حل په برخه کې هم د جلا جلا فکرونو او نظریو خاوندان یو. د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غړیو لخوا د خپلو مسایلو لپاره د لوبي فعالیتونو ترسره کول یوه طبعي خبره ده خو دلته مهمه مسله داده چې د سازمان د ځینو غړیو د ستونزو د مسله کې باید ګډې ګټې په نظر کې ونیول شي. داسې ونشي چې د یو غړي د ګټو په خاطر د پاتو نورو ټولو غړیو ګټې قرباني کړي شي. په هره مسله کې بابد د ټولو ګټې په نظر کې ونیول شي. د یووالي او اتحاد په مسلې ټینګار وشي.

د ویلو ده چې سوله او عدالت یواځې د ننیو مسلمانانو او اسلامي نړۍ لپاره د حیاتي ارزښت سربیره د اسلامي عقیدې او کولتور مهمه او اساسي پارچه ده . د الله تبارک و تعالی د صفاتو نه یو (السلام ) او بل هم (العدل ) دی. پخپله د اسلام کلمې ریښه هم د سولې نه اخیستل شوې ده . دا چې د یو دین چې د نوم ریښه يي د سولې نه اخیستل شوي وي د ترهګرۍ سره تړاو ورکول د حیرانتیا وړ خبره ده. تر ټولو د خواشینۍ خبره خو داده چې نن ورځ ځینې برخې د همدې اسلام دین په نامه چې د سولې او ورورولۍ دین دی ځانونه الوزوي، ځان وژنې کوي، نور بې ګناه انسان وژني، قتل عامونه کوي او بیا غواړي چې خپل دا زشت اعمال د اسلام د نوم نه په استفادې سره نړۍ ته مشروع ښکاره کړي. دا ډلې بیا د سولې او عدالت په خاطر د مبارزې ادعا کوي. حال دادی چې د سولې او عدالت تامینول د ترهګرۍ، زشتو اعمالو او ځانوژنو سره هیڅکوم تړاو نلري.

د الهي حقیقتونو پر بڼسټ ولاړ سوله او عدالت د بشري او کیهاني امرونو بڼسټ جوړوي.

حقیقت دادی چې د عدالت پرته سوله ناممکنه ده. هیڅډول سوله چې د عدالت پر بڼسټ ولاړه نوي دوامداره نده او حقیقي ده. زیات وختونه د سولې په خاطر هلې ځلي ناکامیږي ځکه چې دا هلې ځلې د عدالت او حقانیت په بڼسټ ولاړې نوي. پدې برخه کې د فلسطین او منځني ختیځ د سولې د بهیر نه یادونه کولی شو.

د هر څه نه مخکې یووالی، اتحاد ،اتفاق او پیوستون باید په حقیقي ډول سره تعریف کړو. د یووالي او یو موټي کیدو په خاطر لازمه نده چې ټول یوه لار تعقیب کړو او یو شان فکر وکړو. برعکس یووالی په خپل منځ کې توپیرونو او بیلابیلو عناصرو ته اشاره کوي . د اسلام د دین کلاسیکو علماو پدې اړه یوه ډیره ښه اصطلاح جوړه کړې ده چې هغه هم د توپیرونو په منځ کې یووالی دی. دا اصطلاح په اصل کې دا حقیقت په ډیره ښه توګه بیانوي او زمونږ ترمنځه یووالی لا پسې ژوروي. د ویلو ده چې په ټولنه کې توپیرونه په اصل کې زمونږ د بډاینې ښکارندويي کوي.

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۱۳ مه سرمشریزه کې موجودو ستونزو ته په کتو سره د ستونزو یو ډیر لوی لست جوړیږي. همداشان هره ستونزه سره ددې چې ځانګړې اهمیت لري خو که چیرې د توپیرونو ترمنځه د یووالي د نظریې سره د حل لټوه وکړو کیدای شي چې په ډیره اسانه توګه ورته د حل لار پیدا کړو.

لکه څرنګه چې ګورۍ نن ورځ د داعش، پې کاکا، القاعدې ، الشباب او بوکوحرم ترهګرو ډلو د قمچینو او ظلمونو نه تر ټولو ستر زیان پخپله مسلمانانو ته رسیږي. د هر چا زیات پخپله مسلمانان وژل کیږي. ددې ستونزې د حل په خاطر د اسلامي هیوادونو ترمنځه باید جدي همکاري او د استخباراتو راکړه ورکړه شتون لري.

د بله پلوه د ترهګرۍ ستونزه یواځې د ترهګرو په وژلو سره هم نه حلیږي. د اسلامي نړۍ دیني علماء او سیاسي مشران د ترهګرۍ ددې څپې د مخنیوي په خاطر باید لا زیات هلې ځلې وکړي. لا زیات د مسولیت احساس وکړي. دا مشران او علما‌ء په ځانګړې توګه ځوانانو ته باید حقیقت په ډاګه کړي. مخکې ددینه چې ځوانان په غلطه لار روان شي د هغوې مخه ونیسي او د هغوې زړونه ترلاسه کړي.

همداشان په اسلامي نړۍ کې بله لویه ستونزه مذهبپالنه ده. نن ورځ مذهبپالنه په یو داسې لوبې بدله شوې ده چې په اسلامي نړۍ کې نفرت او کینو ته لمن وهي او د چا خبره نفرت او کینې تولیدوي. نن ورځ د شیعه او سنیانو ترمنځه د ستونزو اصلي لامل دین او مذهب ندی. دا په اصل کې د مسلمانانو په منځ کې د بې اتفاقۍ د تخم د کرولو، پارچه پارچه کولو، ضعیفولو ، یو ورور د بل ورور په لاسونو د وژلو، د اسلام د دین د بې ارزښته کولو، د اسلام د دین پر خلاف د کینو او نفرت د پارولو او د اسلامي نړۍ د پرمختګ د مخنیوي په خاطر پيل شوې یوه ستر لوبه ده.

د ایران ، عراق، لبنان نه نیولې تر سعودي عربستان، کویټ ، پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د روانو ستونزو یواځنۍ لار د مذهبپالنې نه مخکې د اسلام د دین په اړه فکر کول، ددې په اړه چې د یو خدای بنده ګان یو ، د یو پیغمبر امتیان یو، په یو کتاب قران مو ایمان راوړی دی او یوې قبلې ته سجده کوو په اړه فکر وکړو.

د ویلو ده چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۱۳مه سرمشریزه کې د ناکامۍ دولتدارۍ او دولتونو، ضعیفې حکومتدارۍ، فقر، بې وزلۍ، د ځوانانو د بې کارۍ، چاپیر ګواښونو، د عدم مساواتو، د ښځو پر وړانډې د شدت، پوهنې ، انساني مرستو او اقتصادي مرستو په اړه هړ اخیزې خبرې وشوې . دا ټولې جدي ستونزې دي او داسې کوم جادويي فورمول هم شتون نلري چې دا ټولې په یوه شپه کې حل کړې شي. خو که چیرې په ګډه لاس په لاس کې ورکړو او پرته ددې چې د یو بل کوهې وکیندو د ټولې اسلامي نړۍ د رفاع په خاطر کار وکړو ددې ستونزو حل ناممکنه ندی.

د هر څه نه مخکې لومړی باید خپل زړونه پاک کړو، وروسته خپلې ټولنې پاکې کړو ، لومړی د خپل ملت او وروسته د نورو او سیمه کې د سولې او عدالت د تامینولو په خاطر کار وکړو دا هر څه پخپله جوړیږي. که چیرې د نورو د لمڅون پر ځای د سلیم عقل نه کار واخلو او یواځې د خپلو ګټو پر ځای د ټولو ګټې په نظر کې ونیسو د هیڅډول ستونزه حل به ناممکنه نوي.

په اسلامي نړۍ کې د موجودو ستونزو په اړه د ترکیې د ولسمشر د ویاند ابراهیم کالن لیکنه .



اړوند خبرونه