۱۳مه اسلامي سرمشريزه پيل شوه

د اسلامي همكاري د سازمان د ۳۴ غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون ۱۳مه اسلامي سرمشريزه د تركيې د ولسمشر او ددې سرمشريزې د ريس په رجب طيب اردوغان د پرانيستونكې وينا سره پيل شوه.

470931
۱۳مه اسلامي سرمشريزه پيل شوه



اردوغان وويل چې ``خپل رب ج ته دعا كوم چې ۱۳مه اسلامي سرمشريزه د ټولو مسلمانانو لپاره د حضور، استقرار، سولې، رفاه او ثبات وسيله شي. دې دعا ته تر بل هر وخت اوس زياته اړتيا لرو.``

ولسمشر اردوغان په سيمه كې مذهبي تاوتريخوالي ته په اشارې سره د اسلامي هېوادونو مشرانو ته په خطاب كې وويل چې `` د مسلمان په صفت بايد د د مذهبيت د فتنې پر وړاندې كلكه مبارزه وكړو. زه تل دا تكراروم چې زما دين د اهل تسنن او يا اهل تشيع پورې اړه نه لري. زما دين اسلام دى. زه لكه د نړۍ د ۱ ميليارد او ۷۰۰ ميليونو نورو مسلمانو ورونو په څېر مسلمان يم. نور توپيرونه تر دې وروسته راځي. ``

ولسمشر زياته كړه چې موږ بايد خپل دوستان ډېر او دښمنان لږ كړو. `` هيله لرم چې ننۍ سرمشريزه د اسلامي اخوت د ريښو ډ ټينګښت لپاره يوه وسيله وګرځي.``

افغانستان ته اشاره

ولسمشر اردوغان په اسلامي جغرافيه كې د ترهګرو ډلو فعاليت ته هم اشاره وكړه او زياته يې كړه چې `` ټولو ته ښه په ياد دي چې په تېرو كلونو كې افغانستان د القاعدې د ډلې له لاسه څرنګه ويجاړ شو، څرنګه سلګونه زره مسلمانان ووژل شول او ميليونونه نور يې اغېزمن شول. نن ورځ په عراق او سوريه كې هم د داعش په نامه سازمان د همدې ناولې لوبې لوبغاړى دى. په افريقا كې د الشباب او بوكو حرام تر نامه لاندې د ډلو د فعاليت لمن ته كه پام وكړئ نو وبه ګورئ چې د يو څو نمايشي بريدونو پرته د دوى اصلي قربانيان په خپله مسلمانان دي. دوى د اسلام له نامه نه په ګټې اخيستلو سره ټول زيان مسلمانانو ته رسوي. دوى هېڅكله زموږ د دين استازيتوب نشي كولاى. ځكه چې زموږ دين د سولې دين دى.``

د پوليسو د همغږئ مركز

ولسمشر اردوغان غړو هېوادونو ته وړانديز وكړ چې د جرايمو پر وړاندې د مبارزې په موخه په استانبول كې د پوليسو د همغږئ مركز جوړ شي. دا وړانديز د غړو هېوادونو لخوا ومنل شو.



اړوند خبرونه