الذهب: اسلامي امت د اردوغان سره بيا پياوړى شو.

د سوډان د هېواد پخوانى ولسمشر او د منظمه الدوله الاسلاميه په نامه د نړيوالې خيريه ټولنې مشر عبدالرحمن الذهب د ښېګڼې د نړيوالې جايزې لايق وبلل شو.

449780
الذهب: اسلامي امت د اردوغان سره بيا پياوړى شو.


د ښېګڼې نړيواله جايزه د تركيې د ديني چارو د وقف لخوا د نړۍ د ګوډ ګوډ نه د ښېګڼې د تر ټولو اغېزمنې كيسې اتل ته وركول كيږي.

د سږني كال د جايزې ګټونكى بيا د سوډان د هېواد پخوانى ولسمشر او د خير ښېګڼې انسان دى چې په دې برخه كې نړيوال شهرت لري. نوموړى د منظمه الدوله الاسلاميه په نامه خيريه ټولنه لري چې د افريقا د لويې وچې او آسيا په ۴۰ هېوادونو كې فعاليت لري.

ټاكل شوې ده چې دا جايزه به سبا ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ كې نوموړي ته وركړل شي.

عبدالرحمن الذهب د اناتوليا د خبري آژانس سره په خبرو كې د خپلې ټولنې د فعاليتونو په اړه وويل چې `` په افريقا كې په هره برخه كې مرستې ته اړتيا شته دى خو زموږ لومړنى هدف ښوونه ده. تر اوسه پورې مو سلګونه ښوونځي جوړ كړي او زرګونه ښوونكي مو روزلي دي.``

الذهب چې د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان مينه وال دى وايي چې `` تركيه د خپل تاريخ په اوږدو كې د اسلامي امت لپاره مهم هېواد پاتې شوى دى. اوسمهال د تركيې لپاره اردوغان لوى چانس دى. د هغه سره اسلامي امت خپل پخواني احتشام ته نږدې شوى دى.``

عبدالرحمن الذهب د ښېګڼې د جايزې له امله د تركيې د ديني چارو د وقف په ګډونو د ټولو خواو نه مننه وكړه او زياته يې كړه چې دا جايزه به ورته جسارت وركړي تر څو په يو زيات شمېر نورو برخو كې هم فعاليت وكړي.



اړوند خبرونه