روسي جنګي بېړۍ د تركيې په يوې كيښتۍ ډزې وكړې

د اېژې په بحيره كې د روسيې د نظامي ځواكونو اړوند يوې جنګي بېړۍ د تركيې په يوې كب نيونكې كيښتۍ باندې ډزې وكړې.

408041
روسي جنګي بېړۍ د تركيې په يوې كيښتۍ ډزې وكړې


د لومړنيو معلوماتو له مخې ډزې د خبرداري د وركولو لپاره ترسره شوي دي او چا ته په كې مالي او يا ځاني زيان نه دى رسېدلى.
د پېښې نه وروسته د روسيې د دفاع وزارت د لا زياتو معلوماتو د وركولو په موخه په مسكو كې د تركيې نظامي اتشه د وزارت مقر ته ور غوښتې ده.
د پېښې په اړه د روسيې د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اېژې په بحيره كې د تركيې اړوند يوه كب نيوكې كيښتۍ د روسيې د بحري ځواكونو اړوند جنګي بېړۍ ته د نږدې كېدو په حال كې وه چې د احتمالي ټكر د مخنيوي په موخه يې ډزې كړي دي.
دا پېښه د يونان د هېواد د ليمني د ټاپوزمې په ۲۲ كيلومترۍ كې د اېژې په بحيره كې رامنځته شوې ده.
د يادولو وړ ده چې تر اوسه پورې تركي مقاماتو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه