د ترکیې د موقتي حکومت کابینه اعلان شوه

په ترکیه کې د احمد داوود اوغلو په مشرۍ موقتي حکومت کابینه اعلان شوه.

371278
د ترکیې د موقتي حکومت کابینه اعلان شوه

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په ملي شورا کې د قونیې د خلکو استازی د عدالت او پراختیا د ګوند مشر او لومړی وزیر احمد داوود اوغلو د موقتي حکومت د جوړولو په دنده وګماره نوموړي تیره ورځ د موقتي حکومت د کابینې لست ولسمشر اردوغان ته وړاندې کړ.
د ویلو ده چې موقتي حکومت ۲۱ وزیران او ۴ د لومړي وزیر مرستیالان شتون لري.
۱ – احمد داوود اوغلو : لومړی وزیر
۲ – یالچین اکدوغان : لومړي وزیر مرستیال
۳ – نعمان کورتولموش : لومړي وزیر مرستیال
۴ – جودت یلمز : لومړي وزیر مرستیال
۵ - توغرول ترکش : لومړي وزیر مرستیال
۶ – فریدون سنیرلی اوغلو : د بهرنیو چارو وزیر
۷ – محمد شمشک : د مالیې وزیر
۸ - نیهات زیبکچی : د اقتصاد وزیر
۹ – مسلم دوغان : د پراختیا وزیر
۱۰- فریدون بیلګین : د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر
۱۱- علي حیدر کونجه : د اروپايي چارو وزیر
۱۲ – عاکف چغتای کلچ : د ځوانانو او سپورت وزیر
۱۳ – یالچین توپچو : د کولتور او ګرځندوی وزیر
۱۴ – قطب الدین ارزو : د کرنۍ او مالدارۍ وزیر
۱۵ – ایشن ګورجان : د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیره
۱۶ – جناب اشچي : د ګمرکاتو او سوداګرۍ وزیر
۱۷ – احمد ایردم : د کار او ټولنیزو چارو وزیر
۱۸ – علي رضا الابویون : د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر
۱۹ – وجدي ګونول : د ملي دفاع وزیر
۲۰- سلامي التنوک : د کورنیو چارو وزیر
۲۱ – فکري اشق : د علم صنایعو او تکنالوژۍ وزیر
۲۲- نبي اوجي : د پوهنې وزیر
۲۳ – محمد موذن اوغلو : د روغتیا وزیر
۲۴ – وایسل ایراوغلو : د ځنګلونو او اوبو د چارو وزیر
۲۵ - ادریس ګل لوجه : د ښارجوړونی او چاپیریال وزیر

۲۶ - کنعان  ایپک   : د عدلیې  وزیر 


پيوندونه:

اړوند خبرونه