ترکیه کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د هیواد بهر رای اچونه پيل شوه

په ترکیه کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهیر د میشتو ترکانو لپاره د رای اچونې بهیر نن رسمآ پیل شو

267204
ترکیه کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د هیواد بهر رای اچونه پيل شوه

په ترکیه کې جون په ۷ نیټه د پارلماني ټولټاکنو په خاطر نن د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره د رای ورکولو بهیر پیل شو.
د یادولو وړ ده چې د هیواد بهر میشت ترکان په لاندې تقسیم اوقات سره کولی شي چې خپلې رایې وکاروي.
په استرالیا، جرمني، اتریش، بلجیم، دنمارک، فرانسه ، سویس او شمالي قبرس ترکي جمهوریت کې د میشتو ترکانو لپاره د رای ورکولو په خاطر ۲۴ ورځې د پرته د ځنډه ټاکل شوي دي .
په پاسنیو هیوادونو کې میشت ترکان کولی شي چې د ۲۰۱۵ کال د مې د میاشتې د ۸ نیټې یا نن نه په اعتبار سره د ۲۰۱۵ کال د مې تر ۳۱ نیټې په ټولو سیاسي نماینده ګیو او ټاکل شوو مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.
په امریکا کې د میشتو ترکانو لپاره د رای ورکولو په خاطر ۱۶ ورځې په نظر کې نیول شوي دي .
په امریکا کې میشت ترکان کولی شي چې د ۲۰۱۵ کال د مې د ۱۶ نیټې نه تر ۲۰۱۵ کال د مې تر ۳۱ نیټې په ټولو سیاسي نماینده ګیو او ټاکل شوو د رای ورکولو په مرکزونو کې خپلې رای وکاروي.
په ناروې کې میشت ترکان کولی چې د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۲ نیټې نه د ۲۰۱۵ کال د مې تر ۳۱ نیټې د ۱۹ ورځو په دننه کې خپلې رایې وکاروي.
په رومانیا او روسیې فدراسیون کې میشت ترکان کولی چې د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۸ نیټې نه د ۲۰۱۵ کال د مې تر ۳۱ نیټې د ۴ ورځو په دننه کې خپلې رایې وکاروي.
په بلغاریا، هالنډ، ایټالیا، کاناډا، سعودي عربستان،ترکمنستان او یونان کې میشت ترکان کولی چې د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۹ نیټې نه د ۲۰۱۵ کال د مې تر ۳۱ نیټې د ۳ ورځو په دننه کې خپلې رایې وکاروي.
همداشان په عربي متحده اماراتو، انګلستان، بوسنیا هیرزیګوینا، الجزایر، اسراییل، قزاقستان او مکدونیا کې میشت ترکان کولی شي چې د ۲۰۱۵ کال د مې د میاشتې د ۳۰ او ۳۱ نیټو په دننه کې د دوو ورځو لپاره خپلې رایې د ترکیې جمهوریت په ټولو سیاسي نماینده ګیو او د رای ورکولو لپاره په ټاکل شوو مرکرونو کې وکاروي.
په البانیا، اذربایجان، بحرین، چک جمهوریت، چین ، فنلد، سویلي افریقا جمهوریت، ګرجستان، ایران، ایرلنډ، سویډن، اسپانیا، جاپان، قطر، کوسوا، کویټ، لبنان، هنګري، مصر، ازبکستان، پولنډ، سوډان، تایلنډ، اوکراین، عمان، اردن او نوي زیلاند کې میشت ترکان کولی شي چې د ۲۰۱۵ کال د مې د میاشتې په ۳۱ نیټه د یو ورځ لپاره خپلې رایې د ترکیې جمهوریت په ټولو سیاسي نماینده ګیو او د رای ورکول په ټاکل شوو مرکزونو کې وکاروي.
په ټولو هیوادونو کې د رای اچونې بهیر د نوموړو هیوادونو په ځايي ساعت د سهار په ۱۰ بجو پیلیږي او د ماښام تر ۷ بجو دوام کوي.
همداشان د هیواد نه بهر میشت ترکان چې د لاندیني ادرس نه د رای ورکولو مرکز پیدا کړي.
www.yurtdisisecim.com
د ۲۰۱۵ کال د مې د ۸ او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
استرالیا، جرمني، اتریش، بلجیم، دنمارک، فرانسه ، سویس او شمالي قبرس ترکي جمهوریت

د ۲۰۱۵ کال د مې د ۱۶او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
امریکا متحده ایالتونه

د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۲ او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
ناروې

د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۸ او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
رومانیا ، د روسیې فدراسیون

د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۹او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
بلغاریا، هالنډ، ایټالیا، کاناډا، سعودي عربستان،ترکمنستان او یونان

د ۲۰۱۵ کال د مې د ۳۰ او ۳۱ نیټو ترمنځه هیوادونه !
عربي متحده اماراتو، انګلستان، بوسنیا هیرزیګوینا، الجزایر، اسراییل، قزاقستان او مکدونیا

د ۲۰۱۵ کال د مې په ۳۱ نیټه هیوادونه !
البانیا، اذربایجان، بحرین، چک جمهوریت، چین ، فنلد، سویلي افریقا جمهوریت، ګرجستان، ایران، ایرلنډ، سویډن، اسپانیا، جاپان، قطر، کوسوا، کویټ، لبنان، هنګري، مصر، ازبکستان، پولنډ، سوډان، تایلنډ، اوکراین، عمان، اردن او نوي زیلاند


پيوندونه:

اړوند خبرونه