د ترکیې ولسمشر اردوغان د بایسکل ځغاستي په سیالئ کې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د ولسمشرئ د بایسکل ځغاستي د سیالئ د معرفي په مراسمو کې بایسکل وچلو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په استانبول کې د ولسمشرئ د بایسکل د ځغاستي سیالئ د معرفي کولو په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان پخپله هم په بایسکل سپور شو او پدې سیالئ کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان د هغه لپاره په جوړ شوي ځانګړي بایسکل پایډل تاو کړ او سيالئ يي پیل کړه. پدې مراسمو کې د ترکیې د روغتیا وزیر محمد موذن اوغلو او د سپورت او ځوانانو وزیر عاکف چاغتای هم ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د بایسکل د ځغلولو نه وروسته ګډونوالو ته لنډه وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د پسرلي پدې ښکلې هوا کې د ولسمشرئ د بایسکل ځغلولو سیالئ په عنعنوي سیالئ بدله شوې ده او سږ کال یو ځل بیا ترسره کیږي.سیالي راتلونکې اوونئ د هیواد د الانیا په ولایت کې پیلیږي. پدې سیالئ کې سږ کال د نړئ د هر ګوډ نه خلکو ګډون کړی دی . سیالئ به د مې په ۳ نیټه په استانبول کې پایته ورسیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د بایسکل د لویدیځو هیوادونو په څیر ډیر مروج ندی او څوک ترینه ډیره استفاده نکوي.
همداشان د بایسکل په خاطر کافي ځانګړي سړکونه نه لرو. ولسمشر زیاته کړه چې زموږ یو شمیر ښارونو پدې برخه کې ډیر مهم ګامونه پورته کړي لکه قونیې. په قونیه کې د بایسکل لپاره ځانګړي سړکونه شتون لري او پدې برخه کې ډیرې ښې بڼسټیزه چارې ترسترګو کیږي. ددې په هیله چې د انقرې او استانبول په ښارونو کې هم ورته ګامونه پورته شي او بایسکل د ځغولو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې شي.